په نړیوال جام کې تر ټولو کم عمره او زیات عمر لرونکي لوبډله کومه یوه ده؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ تر ټولو ستر ټورنمنټ (نړیوال جام) پېلیدو کې یوازې درې ورځې وخت پاتې دي، چې په کې د ګډون لپاره ټولې لوبډلې انګلستان ته رسیدلي دي.

په یاد نړیوال جام کې به لس لوبډلې ګډون کوي او هره لوبډله به د بلې پر وړاندې په لومړي پړاو کې یوه-یوه سیالۍ ترسره کوي، خو ایا تاسې ته معلومه ده چې په نړیوال جام کې تر ټولو زیات عمر لرونکي او کم عمر لرونکي لوبغاړي د کومې لوبډلې دي؟

که وکتل شي په روان نړیوال جام کې تر ټولو زیات عمر لرونکې لوبډله د سریلانکا ده چې په اوسط ډول یې لوبغاړي ۲۹ کاله او ۹ میاشتې عمر لري، په کې ۳۶ کلن جیون مینډس، ۳۵ کلن لاست ملینګا، ۳۲ کلن سورنګا لکمل او ۳۱ کلن انجلیو میتیوز شامل دي.

Image result for jeevan mendis

په دې لړ کې د نړیوال جام تر ټولې سترې لوبډلې (استرالیا، انګلستان، هندوستان او سویلي افریقا) هم په زیات عمر لرونکو لوبډلو کې راځي.

په دویم نمبر سویلي افریقا، انګلستان او هندوستان لوبډلې دي چې د لوبغاړو عمر یې په اوسط ډول ۲۹ کاله او ۵ میاشتې دی، په دې کې د نړیوال جام تر ټولو زیات عمر لرونکي لوبغاړي عمران طاهر چې ۴۰ کاله عمر، لیام پلنکیټ د انګلستان چې ۳۴ کاله عمر لري او په هند لوبډله کې ایم ایس دهوني چې ۳۷ کاله عمر لري هم شامل دي.

Related image

د استرالیا لوبله هم چې اوسطا عمر یې ۲۹ کاله او ۵ میاشتې دی، ۳۵ کلن شان مارش، ۳۲ کلن آرون فینچ او ډیویډ وارنر لري.

Image result for shaun marsh

په دې لړ کې د نیوزیلنډ لوبډله چې د تېر نړیوال جام رنر اپ لوبډله پاتې شوې په اوسط ډول د لوبغاړو عمر ۲۹ کاله دی چې تر ټولو زیات عمر لرونکی لوبغاړی یې روس ټیلر دی چې ۳۵ کاله عمر لري.

Related image

ویسټ انډیز لوبډله چې ۳۹ کلن کریس ګیل د لوبډلې په نوملړ کې لري د لوبغاړو عمر یې په اوسط ډول ۲۸ کاله دی، همدا ډول پاکستان لوبډله هم د شعیب ملک (۳۷) کاله او محمد حفیظ (۳۸) کاله لرلو سره ځینې ځوان لوبغاړي هم لري، لکه محمد حسنین او شاهین افریدي چې ۱۹ کاله عمر لري، ددې لوبډلې اوسطا عمر ۲۷ کاله او ۶ میاشتې دی.

Image result for chris gayle new pics

که بنګلدیش لوبډلې ته وکتل شي نو د ۳۵ کلن لوبډلمشر مشرفي مرتضی په شتون یې اوسطا عمرونه ۲۷ کاله او ۳ میاشتې دي، ددوی لوبډلې په نوملړ کې ۲۱ کلن مهدي حسن میرزا هم شتون لري.

په دې لړ کې افغانستان یوازینۍ لوبډله ده چې تر ټولو کم عمره لوبغاړي لري، د ۱۸ کلن مجیب الرحمن او ۲۰ کلن راشد خان سره د افغان لوبډلې اوسطا عمر ۲۷ کاله او ۲ میاشتې دی، په دې نوملړ کې محمد شهزاد ۳۱ کاله، اصغر افغان ۳۱ کاله او محمد نبي ۳۴ کاله عمر لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د