ورزش

ميرويس اشرف نړيوال جام کې د افغان لوبډلې لخوا د ښه نيت سفير ټاکل شوی

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۷ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې آلراونډر لوبغاړی ميرويس اشرف چې له اوږدې مودې راهيسې له لوبډلې بهر دی د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا په نړيوال جام د ښه نيت سفير ټاکل شوی دی.

د کرېکټ نړيوالې شورا له خوا په ۲۰۱۹م نړيوال جام کې د ګډون کوونکو هېوادونو څخه يو- يو تن د غوره استازولۍ لپاره د ښه نیت سفير په توګه غوره شوي چې د افغانستان په استازیتوب د کرېکټ بورډ ادارې لخوا ميرویس اشرف په همدې موخه معرفي شوی چې نن انګلستان ته ولاړ.

د هر هېواد استازی يا سفير به د نړيوال جام پر مهال له رسنیو سره مرکې کوي، لیکنې کوي او پر لوبو به خپلې تبصرې کوي، همدارنګه به د خپل هېواد د ښه نوم يا نېک هدف لپاره غوره فعالیتونه کوي.

په دې لړ کې هره لوبډله په نړيوال جام کې استازي لري چې له ویسټ انډيز څخه کلایف لایډ او سر ويو ريچارډز، له هند څخه کرشنماچاري سريکانت، له استرالیا څخه الن بارډر او سټيو واګ، له انګلستان څخه ګريم سوان او هیدر نایټ، له سويلي افریقا جاک کيلس، له سريلانکا څخه مهيلا جی وردنی، له نيوزيلنډ څخه ډينيل ويټوري او له بنګله دېش څخه عبدالرزاق ټاکل شوي دي.

د کرېکټ نړيوال جام سيالۍ به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د انګلستان او سويلي افريقا سيالۍ سره رسما پېل شي، اوسمهال تمريناتي سيالۍ دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x