د مشهور شتمن سعودي شهزاده زوی «۱۴» کاله له کوما وروسته سر وخوځاوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په سعودي کې د مشهور شتمن شهزاده «طلال بن عبدالعزیز» لور «ریما بنت طلال» پر خپل ټویټر پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې خپل ورور او د یاد شتمن زوی په کې له ۱۴ کاله کوما وروسته په لومړي وار سر وخوځوي.

د طلال لور ریما د یادې ویډیو خپرولو ترڅنګ د خدای شکر ادا کړې او لیکلي یې دي چې «د طلال زوی «ولید» دواړه خواو ته سر خوځوي».

د طلال زوی ولید بن طلال چې اوس ۳۰ کاله عمر لري ۱۴ کاله وړاندې د یوې ترافیکي پېښې ښکار شوی و چې له کبله یې کوما حالت ته تللی و او په شخصي روغتون کې بستر و.

ویل کیږي چې خالد بن طلال د سعودي شاهي کورنۍ تر ټولو شتمن طلال بن عبد العزیز آل سعود دریم زوی او د مشهور سوداګر شتمن شهزاده ولید بن طلال ورور دی.

د فوربس مجلې په وینا ولید ابن طلال «۱۸.۷» ملیارده ډالره سرمایه لري چې له مخې يې په منځني ختیځ کې تر ټولو شتمن سړی بلل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د