افغانستان

د بین الافغاني غونډې لپاره د حامد کرزي په مشري پلاوی مسکو ته رسیدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): په روسيه کې دويم بين الافغاني کنفرانس لپاره له کابل څخه، د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ ۲۴ کسيز پلاوی مسکو ته رسیدلی دی.

د پخواني ولسمشر په پلاوي کې د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي هم د حزب وحدت له ادرسه ګډون کړی دی.

د حامد کرزي تر مشرۍ لاندي د کابل په ۲۴ کسیز پلاوي کې لاندي کسان شامل دي: د جمعيت ګوند مخکښې څيرې عطامحمد نور، يونس قانوني، اسماعيل خان، د وحدت ګوند مشر محمد محقق، د ولسمشرۍ نوماند حنيف اتمر، عمر زاخيلوال، رنګين دادفر سپنتا، کريم خرم، ډاکټر زلمی رسول، شيرمحمد اخندزاده، مولوي قلم الدين، حاجي دین محمد ، پاچاخان ځدران، کریم خلیلي، فوزيه کوفي ، تاجور کاکړ او ځينې نور سياسي مشران شامل دي.

د یادونې وړ ده چې مسکو ته تر روانېدو مخکې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن ټکی اسیا ته ویلي وه چې دوی هم د روسیې له لوري هغې غونډې ته بلل شوي چې د افغانستان سره د سلو کلونو په ویاړ یې را بللې ده.
د نوموړي په وینا د غونډې په دوهمه ورځ (۲۹ مئي) به د طالبانو پلاوی د افغان سیاسي مشرانو سره هم ناسته ولري.
د طالبانو له لوري په غونډه کې د ګډونوال نومونه په دې ډول دي: د طالبانو د مشر سیاسي معاون او په قطر کې د دفتر مشر: ملا عبدالغني برادر، د مذاکراتي ټیم مشر: عباس ستانکزی، د مذاکراتي ټیم مرستیال: ملا محمد فاضل اخند، د مذاکراتي ټیم غړي: شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، مولوي عبدالسلام حنفي، مولوي امیرخان متقي، ملا عبداللطیف منصور، ملا خیرالله خیرخواه، مولوي محمدنبي عمري، ملا نورالله نوري. د سیاسي دفتر غړي: قاري دین محمد حنیف، محمد سهیل شاهین، شیخ الحدیث سید رسول او مولوي محمدحسن شامل دي.

باید وویل شي چې په قطر کې د بین الافغاني غونډې د ځنډېدو وروسته دا دوهمه غونډه ده چې په روسیه کې د طالبانو او افغان سیاسي مشرانو تر منځ جوړیږي.

له بندیزونو پورته کولو وروسته لومړی سفر:

په دې وروستیو کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د مذاکراتو د بریالیو شپږو پړاوونو وروسته ملګرو ملتونو د طالبانو د مذاکراتي ټیم څخه تور لیست او د سفر بندیزونه د ټاکلې مودې لپاره لیري کړل.
روسیې ته د طالبانو د پلاوي سفر دا ځل د نړیوالو قوانینو په رڼا کې تر سره شوی چې له امله یې د افغانستان حکومت د تیر په څیر ملګرو ملتونو ته شکایت هم نشي کولای.

د طالبانو په اوسني سفر کې هغه طالب مشران هم شامل دي چې د ګوانتنامو څخه خوشي شوی او دا یې لومړی سفر دی چې د قطر څخه یې کوم بهرني هیواد ته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابونظام خوستی

پاچاخان خوارپړک په سا خبر دی هاشم لوګری پری پوه دی
د داسی خلکو سره ناستی مو حثیت کمزوری کوی لکه پاچا خان

اجمل

خته ورو ملایانو: اوس نو بیغمه چکری وهی. وایه د ملا منجول په حال چی د کلی په جومات کی پروت دی څوک وظیفه هم نه وروړی.

ابو فرحان

السلام عليكم زما دي نن تكي آسيا نه هيله ده چی زموز لکینی اوجوبونه نشر کی اوخپل کود موز وشی مننه

اجمل

یار زخو ستاسو په خبره پوه نشوم، نن ټکی به څنګه پوه شی. لږ یی واضحه کړی. مننه

Abdul-Rauf Alam

السلام علیکم ورحمته الله،دنن ټکی آسیا محترمو نشرونکو ته:له کومه کاله چه تاسو دا پاڼه نشر ته سپارلی،د همغه کاله تر ننه د ورځی دوه دری ځلی را خلاص او لولم.خو په خواشینی سره باید ووایم چه په دی دوه او یا دری اونیو کی،دوه لنډی تبصری می ولیکلی او تاسو دنشر اجازه ور نکړ.حال دا چه زه ددی پاڼی ریښتنی مینوال یم.زه له تاسو نه ځواب غواړم.

اجمل

کله کله دروغ هم وایه، کچیری لیکنی دی ټولی په حقایقو ولاړی وي، بیانو ګیله مه کوه. ریښتیا ویل ډیر ښه نه وی. بل ایمل جوړ کړه په بل نوم په والله چی خپری به شی. امتحان یی کړه بیا له مانه تشکری وکړه. السلام

مجاهد

دحق او باطل جګړه کی د حق پلویان منطقی او علمی استدلال کوی او د باطل اړخ ( مغز پریمنځل شوی ) غلامان چه نور څه نه لری د چرسیانو او ولد کوچه یانو به شان ګډی وډی وایی ، چه له امله یی د دوی چټل دریز او لیدلوری لا منورو خلکو ته په ډاګه کیږی لکه ځینو چه د صحابه کرامو په شان طالب مجاهدینو ته ( چه د امریکا په مشری ټول نړیوال کفر په ګونډو کړو ) ته خیټور ملایان وایی ، مګر ځانته خیتور نه وی چه د اشغالګرو ناولتیا څتی اشغالګرو ته یی قضایی… نور لوستل »

Abdul-Rauf Alam

زما خوارکي تبصره تراوسه پوري د ادرای موافقي ته په انتظار ده؟

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx