افغانستان

د برایي شپې چاپو او بمبارونو کې ګډو ځواکونو (۳۳) تنه عام خلک وژلي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): له پکتیا، پکتیکا، هلمند، میدان وردګ او نورو ولایاتو څخه را رسیدلي خبرونه وایي چې له تیر ماښام راهیسې په یادو ولایتونو کې په بیلابیلو بمبارونو، چاپو او ډزو کې  امریکایي او حکومتي ځواکونو ۳۳ تنه عام وګړي وژلي او ګڼ نور یي ټپیان کړي دي.

تېر ماښام د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په ماستوی سیمه کې امریکا ډرون الوتکې یو پیک آپ موټر وویشت او پنځه تنه یې په کې ووژل. وژل شوي کسان یو ډرایور او څلور تنه د زیړوک ولسوالۍ قومي مشران وو چې برمل ته د یوې شخړې د آواري لپاره راغلي وو.

د یو بل خبر له مخې تیره شپه د پکتیکا د اورګون په پیرکوتي سیمه ګډو ځواکونه چاپه وهلې او څلور تنه کلیوال چې دری یې د یوې کورنۍ غړي وو په ډزو وژلي دي. آخو د میدان وردګو ولایت له سیداباد څخه خبر وایي چې د دې ولسوالۍ د تنګي درې په بر ګلاب خیلو او ورسک کلیو تیر ماښام ګډو ځواکونو چاپه وهلې. د همایون او فیصل په نوم دوه ماشومان چې عمرونه یې د ۷  کلونو په شاوخوا کې وو خپلو کورونو ته نږدې کرونده کې ویشتلي او وژلي دي. د ورسک او کوټ کلي جوماتونه یي سوځولي او د کلیوالو یو موټر چې فارمي چرګان یې په کې انتقالول سوځولی دی. د میدان وردګو له جلریز څخه خبر وایي چې په دې ولسوالۍ کې حکومتي عسکرو هغه ځوان په مسجد کې وژلی دی چې وړمه شپه په اعتکاف کې داخل شوی و.

د هیواد له جنوب لویدیځ هلمند څخه خبرونه وایي چې برایي شپه ګډو ځواکونو د ګرشک په ده ادم خان کې په چاپه او بمبار کې پنځه تنه کلیوال وژلي او څو نور ټپیان کړي دي. د همدې ولایت د سنګین ولسوالۍ د مانده په سیمه کې بیګا اته بجې امریکایي الوتکې یو موټر په نښه کړ او پنځه تنه عام وګړي یې په کې ووژل.

یو بل وروستۍ خبر وایي چې د خوست په ولایت کې میشتو ضربتي عسکرو د امریکایانو په ملتیا تیره شپه د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ په اوزګوړه کلي چاپه وهلې، ټوله شپه یې په کلي کې وژل او تخریب کړی چې په نتیجه کې یې د ۱۱ تنه عام کلیوال وژل شوي او د کلیوالو ډیر قیمتي توکي غلا شوي دي.

د حکومتي او امریکایي ځواکونو لخوا په ولسي وګړو بریدونه په دې وروستیو کې پرله پسې په زیاتیدو دي چې هره شپه خلکو ته درانه زیانونه اړوي او غمیزې زیږوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خادم منګل

د سولی پړاوونو برکت او نتیجی دی چی هر ورځ په افغان ولس کفارو قیامت جوړ کړیدی.
د کفارو زور په دا تیرو اتلسو کالونو کی اوبه شوی او له پښو لویدلی وو. افسوس دغه د سولی پړاوونو کفارو کی بیا ساه پیدا کړه. داسی سوله د سر وخوری بند کړی دا د کفارو منافقو پړاوونه پداسی سوله کی په بیغرتی مرو، د جنګ په میدان کی د په غیرت ومرو چی کفار هم مات کړو او ښه مرګ مو په برخه شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx