افغانستان

عبدالله عبدالله: د سولې هیڅ فرصت باید له لاسه ورنکړل شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رئیس «عبدالله عبدالله» وايي، د سولې لپاره له هرې ممکنې لارې باید هڅې وشي او په دې برخه کې هیڅ فرصت باید له لاسه ورنکړل شي.

عبدالله عبدالله چې، د وزیرانو شورا غونډې ته یې په مسکو کې د ترسره کېدونکې ناستې په تړاو خبرې کولې وویل « د سولې په برخه کې هرې وړې هڅې ته باید هیله وساتل شي، ځکه سوله د افغانستان د خلګو یوازېنۍ او لومړنۍ اړتیا ده».

د مسکو کنفرانس چې د روسیې او افغانستان د اړیکو د یوې پېړۍ د پوره کېدو په پار رابلل شوی، تمه ده نن ورځ په مسکو کې وشي، دې کنفرانس ته له افغانستان څخه د طالبانو په شمول پخوانی حکومت مشر «حامد کرزی» ، د سولې د شورا رئیس «کریم خلیلی»، په مسکو کې د ګډ حکومت استازی «لطیف بهاند» او یو شمېر نور پېژندل شوي افغان سیاستوال بلل شوي.

ویل کېږي د مسکو کنفرانس په څنډه کې به افغان سیاستوال او طالبان یو له بل سره کېني او د راتلونکې افغانستان په تړاو به وغږېږي، د سولې شورا ویاند «غفور احمد جاوید» په دې تړاو هیله څرګنده کړې چې ښايي له دې لارې به هغه خنډونه مات شي چې د حکومت او طالبانو تر منځ د رسمي مذاکراتو د پيل په وړاندې پراته دي.

بل لور ته طالبانو ته نږدې سرچیني وایي، کریم خلیلي د سولې شورا د رئیس په حیث نه بلکې د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د یوه عادي افغان په حیث له طالبانو سره کېني ځکه طالبانو په بیا، بیا د ګډ حکومت له چارواکو سره رسمي مذاکرات رد کړي او حکومت یې د امریکا «ګوډاګی» بللی.

د شنونکو په باور، مسکو کنفرانس ته له ګډ حکومت سره په موازي ډول د طالبانو غوښتل د حکومت په سیاسي حیثیت یو بل دروند ګوزاردی چې نړیوال یې د حکومت د ضعف تر درک وروسته ورباندې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x