افغانستان

د ارګ پخوانی سلاکار: ارګ کې د فحشا د شتون په تړاو «اسناد» لرم

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر پخوانی سلاکار «حبیب الله احمدزی» وایي، ارګ کې د فحشا د ترویج او خپرېدلو په تړاو اسناد راسره شتون لري او که اړتیا یې ولیدل شي رسنیو ته به یې وړاندې کړم.

احمدزی چې له پژواک خبري اژانس سره یې خبرې کولې وویل « زه له خپلې دې دعوې چې په ارګ کې فحشا شتون لري یو قدم هم شاته نه ځم، زما داعیه برحق ده او په دې برخه کې بشپړ اسناد او مدارک راسره شتون لري».

احمدزي زیاته کړه « د چخانسوري خبرې ټولې بېځایه وې، هغه په ارګ کې د فحشا له مرکزونو خبر دی او هر څه یې په وړاندې تېرېږي».

د نوموړي په خبره، که چېرې اړتیا ولیدل شي، د حکومت ستر چارواکي به د تلویزونونو په وړاندې د خپلو خبرو په تړاو د شاهدانو په توګه حاضر کړي چې بیا به یې ارګ جواب ونه لري.

حبیب الله احمدزی چې د حکومت مشر «اشرف غني» ستر امنیتي سلاکار پاتې شوی، څو ورځې وړاندې ادعا وکړه چې په ارګ کې د «فاضل فضلي» او یو شمېر نورو لوړپوړو امنیتي چارواکو حلقې شتون لري چې د فحشا ترویج او خپرولو ته کار کوي او  مېرمنو ته دولتي دندې د جنسي اړیکو په بدل کې ورکوي.

د احمدزې دا ادعاوې په ارګ کې د ملي امنیت د مرستیال پخوانۍ سلاکارې «مریم وردګ» تائید کړې خو اندېښنه یې وښوده چې دا څرګندونې به خلګ طالبانو ته نور هم ورنږدې کړي څوک چې په دې موضوعاتو کې خوارا حساس دي.

په ارګ کې د فحشا د ترویج او خپراوي د مرکزونو شتون په کورنیو رسنیو سربېره د نړیوالو رسنیو سرټکی ګرځېدلي او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو  تر منځ د بحث تر ټولو توده موضوع.

په ارګ باندې داسې مهال فحشا ته د ودې ورکولو تورونه لګول کېږي چې په دې وروستیو کې ګڼ شمېر کم عمره جینکۍ د نظامي سکتور په شمول په لوړو امنیتي او کلیدي پوسټونو باندې ګمارل شوې چې د تجربې او وړتیا په تړاو یې ګڼې پوښتنې راولاړې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه.
جنرال ته.
چه اسناد لری.نو څه ته ګوری ؟په میدان یی واچوه .اسناد اچولو ته اوس ضرورت ضرورت دی.ځکه چه اوس دا مسله ښه په سور کی راوانه ده،که کوم اسناد درسره نه وی نو په قرار کینه،
ځان ته جنرال وایی خو د نجیب د وخت ماشینی ضابط یی،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x