د میرمنې له ډاره خاوند د کور پر ځای جیل غوره کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په امریکا کې یو کس د میرمنې له ډاره د کور پرځای جیل غوره کړی دی، دغه کس پولیس دېته مجبور کړي چې ویې ونیسي او جیل ته یې ویسي.

د امریکا په فلوریډا ښار کې یوه امریکایي کس چې «لیونارډ اولس» نومیږي- ددغه ښار په بوخته لویه لار د موټر له پورتنۍ شیشې څخه سر بهر ویستی او لاسونه یې خلاص نیولي چې پولیسو پر دغه کار نیولی دی.

د تحقیق او پوښتنو پرمهال خو نوموړي لومړی له یادې پېښې انکار وکړ خو کله چې پولیسو د عیني شاهدانو په لاس جوړه شوې ویډیو وروښوده نو نوموړي وویل چې «له خپلې میرمنې سخت په تنګ شوی او په دغه کړنه یې غوښتل پر پولیسو ځان ونیسي او جیل ته لاړ شي».

پولیس ته د خبرو پرمهال «۷۰» کلن اولسن وویلې چې کور ته د تلو پرځای غواړي جیل کې پاتې شي، ځکه چې میرمن یې له ده سره د مزدورانو په څېر سلوک او رویه کوي.

اوس د اولسن نومې کس دغه هیله پوره شوې او په جیل کې پروت دی، پر نوموړي د پولیسو لخوا د ترافیکو اصول ماتولو او د چټک موټر چلولو تور پورې دی.

دا لومړی وار نه دی چې دغسې پېښه کیږي بلکې درې کاله وړاندې یوه کس چې د خپلې میرمنې څخه تنګ راغلی و د بینک غلا کولو نه وروسته د تېښتې کوښښ نه کاوه او هملته یې د پولیسو د راتلو انتظار باسه تر څو دی ونیسي او د کور پرځای یې جیل ته ورسوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د