نظــر

د ارګ عظمت مه چټلوئ

محمد رحیم سکندر

د جنرال حبیب احمدزي ادعا چې ارګ کې فحشا ترویجېږي ۲۸ اونۍ وړاندې/ تېر کال امرالله صالح تایید کړې.

دا ادعا هغه وخت بي بي هم خپره کړې او صالح هم پخپله فسبوک پاڼه نشره وه او دا اوسني مقرر شو چې دا مسله سیاسي ګېم بولي همدغو کسانو صالح ته په تبصبرو کې واضح تایید کړې.

بس چې د زورور اوبۀ په بره خېږي نو څوک یې څارنوالي ته نۀشي معرفي کولی او یوازې پښتون کمزوری دی، هغه که لر دی او که بر.

د ارګ پلوو وروستی دلیل دا دی، هغه وخت چې جنرال حبیب ارګ کې دنده لرله ولې یې څۀ نۀ ویل؟

ځواب دا دی چې اداره خپل اصول لري، هېڅوک برحاله دنده کې پخپله اداره پسې بد نۀوایي، ګنې د غني حکومت هېڅ مشکل نۀ لري؟ او که لري یې نو د ارګ کوم مامور برحاله دنده کې رسنیو ته بد پسې ویلي؟

مثلا: امرالله صالح چې په دنده کې نۀ و ولې یې ویل او اوس یې ولې نۀ وایي؟

ماهي چې هر وخت لۀ اوبو راوباسې تازه وي او جنرال د همدې لپاره استعفا ورکړه او په ډېره زبردسته موقع یې ختې ختونکي رازونه وړاندې کړل.

ثبتونه خو به وړاندې شي او جنرال صیب دا هم وویل چې لا نور رازونه هم ور سره شته، مګر حکومت خو دا هم وایي چې رشوت نۀشته او کوم دی ثبوت؟ په داسې حال کې چې افغانستان د نړۍ په کچه فساد کې څلورم مقام لري.

ګورئ، بې‌عزتي دا نۀ ده چې څوک د فحشا مخنیوي لپاره غږ پورته کوي، بې‌عزتي او بې‌غیرتوب دا دی چې دا غږونه خُپېږي او حتی توجیه کېږي.

که دا فحشا بې تفاوته وګڼل شي نو پښتانۀ به بېرته وډار شي او همغه خبره به ومني چې د ښځو عصري تعلیم، لۀ کوره وتل او ادارو کې کار کول عزتونه لوټي.

تۀ به وایي چې نۀ خو مونږ ادارې لېدلې دي، نۀ مامورینو ملګرو حال راته ویلی. که د هر عزت لوټلو لپاره توجیهات تراشو نو منې کال کې دننه هیرا منډیي ته ماتې ورکړو سره.

ارګ لۀ څارنوالي خدایزده څۀ شی جوړ کړي، خپل فسادونه او قانون ماتونې پې توجبه کوي او د ارګ مخالفینو که هګۍ پټه وي هم ولچک پې وراچوي.

دا وطن د دوو کسان نۀدی ښاااا؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x