افغانستان

د افغانستان او روسیې د اړیکو په سلیزه کې د طالبانو د وینا متن او ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د روسیې په پلازمینه مسکو کې یو ځل بیا طالبان را څرګند شول او دا ځل د روسیې سره د افغانستان د اړیکو د سلمي کلیزې په مناسبت د طالبانو د پلاوي مشرتوب د طالبانو د مشر سیاسي معاون او بنسټ ایښودونکي ملا برادر اخند کول.

تمه ده چې سبا به طالبان د افغان سیاسي شخصیتونو سره بین الافغاني غونډه ولري، په ننۍ غونډه کې د طالبانو له لوري د روسیې سره د اړیکو په مناسبت یوه بیانیه ولوستل شوه چې نن ټکی اسیا یې د خپل اهمیت له وجې کټ مټ نشر ته سپاري:

——-

د افغانستان او روسیې داړېکو په اړه دافغانستان د اسلامي امارت دهیئت بیانیه

افغانستان او روسیه له ډېر پخوا څخه یو له بل سره اړیکې لري؛ ځکه چې سره نږدي دي، طبعي خبره ده چې د ګاونډیانو او دسیمي هیوادو تر منځ اړیکي او سیاسي تعامل یوه حتمي چاره او انکار ناپذیره حقیقت دی، څرنګه چې د ګاونډیانو مصلحتونه او ګټې، دغه راز تاوانونه او زیانونه یو له بل سره تړلې وي، په همدې اساس هر هېواد هڅه کوي چې له خپلو ګاونډیانو سره مثبتې اړیکې ولري.

په همدې اساس افغانستان او روسیې د دوو سره نږدې هیوادونو په توګه له تیرو دوه نیمو پیړیو راهیسې تر خپل منځ په یوه شکل د اشکالو اړیکي پاللې دي. تر دي چې په ۱۹۱۹ م کال کې دغه اړیکي د سفیرانو د تبادلې تر کچې تودې شوې.

که د یادو اړیکو سل کلن تاریخ ته ځغلنده نظر کوو، نو دغه اړیکې په دریو برخو ویشلی شو. له ۱۹۱۹ کال څخه بیا ۱۹۵۰ م کال پورې چې د متقابل احترام، عدم مداخلې او د یو بل د کورنیو چارو په اړه د بې طرفۍ په اصولو بناء روابط وو. دا مرحله زموږ د اولس له نظره د دوه اړخیزو روابطو یوه مثبته دوره وه. کله چې ۱۹۱۹ م کال کې افغانانو له انګلیس څخه خپلواکي واخیسته د روسیې واکمنو یې هرکلی وکړ او دا یې له غربي استعمار څخه د شرقي ملتونو د آزادۍ پيلامه وګڼله. د ۱۹۲۶ م کال په اګست میاشت کې د افغان دولت او روسیې تر منځ د عدم تجاوز، بې طرفۍ او متقابل درناوي د معاهدې امضاء کول په دې لړ کې یو بل ښه انکشاف و، چې زموږ اشغال ځپلی اولس ته یې له شمالي ګاونډي څخه ډاډ او اطمینان ورکاوه، وروسته د افغان واکمنو محمد نادر شاه او محمد ظاهر شاه لخوا هم همدا معاهده تائید او تمدید شوه چې په دوه جانبه روابطویې ښه اغیز درلود.

د افغان ــ شوروي د اړیکو دوهم پړاو له ۱۹۵۰ م کال څخه شروع کیږي کله چې د دواړو هیوادونو د اقتصادي همکاریو نوی باب پرانیست. په دې کلونو کې د افغانستان د اقتصادي ستراتیژۍ بنیاد کېښودل شو، له ۱۴۰ زیاتې پروژې په کار واچول شوې، چې له هغو څخه یو هم د لویو لارو جوړول وو چې د هېواد ګڼې لیرې پرتې سیمې له پلازمینې کابل سره وتړل شوې.

په جلال آباد کې د مالټو او زیتونو د باغونو د جوړولو او خړوبولو سیستم، د کابل پولي تخنیک، سیلو، د میکرویانو او قصبې کورونو جوړلو پروژه، د سالنګ تونل کېندل، ګڼې د برېښنا فابرېکې، لکه د نغلو، د مزار د کود او برق فابریکه او …

د ځينې کارپوهانو د څېړنو له مخې له ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۶۰ پورې د وخت شوروي اتحاد چي په سرکي یې روسیه وه له افغانستان سره له یو میلیارد ډالرو زیات مالي کومک کړی. دغه پړاو زموږ د هیواد د پرمختګ، ودانۍ او زیربناوو د تأسیس له نظره تر ټولو مهم پړاو بلل کیږي. خو په تأسف چې د هغه وخت شوروي واکمنو په افغانستان کي د خپلو افکارو او سیاسي نفوذ د خپرولو کار پیل کړ چې له دې وروسته د دوه اړخیزو اړیکو دریم پړاو پیلیږي چې هغه د سیاسي مداخلو او ورپسې د مخامخ پوځي یرغل او په مقابل کي یې دافغان ولس دپاڅون او جهاد دوره وه. هغه مرحله چې هم یې افغانستان ته او هم یې روسیې ته خورا درانه زیانونه واړول او شوروي اتحاد یې په ټوټو تقسیم کړ.

که تاریخ د راتلونکې لپاره لارښود او د پند او عبرت مرجع وګڼو، نو وینو چې د افغانستان او روسیې په اړیکو کې لومړۍ مرحله چې د عدم مداخلې او متقابل احترام پر اصولو بنا وه دواړو هیوادونو ته یې سوکالي، امن او ډاډ وربښلی و. اما وروستۍ مرحله چې لوړ یاد شوي ارزښتونه په کې له نظره غورځیدلي وو، نه یوازې دواړو هیوادونوته یې درانه ځاني او مالي زیانونه ورسول بلکې دسیمې اونړۍ په کچه یې هم درنې پایلې درلودې.

له تېرو تجربو څخه په زده کړه اوس ټولو باید درک کړې وي چې د ګاونډیانو تر منځ داسې چلن او اړیکې مناسبې دي چې د ټولو مصلحتونه او ګټې خوندي کړي، هر څوک باید خپل مصلحتونه او ګټې داسې برابرې کړي، او له داسې قانوني لارو چارو یې د تر لاسه کولو لپاره لاس په کار شي چې د نورو ګټې او مصلحتونه ونه ګواښي.

دافغانستان اسلامي امارت له ګاونډیو، سیمې اود نړۍ له هېوادونو سره مثبتي اړیکي غواړي، نه چا ته دا اجازه ورکوي چي د افغانستان خاوره دنورو په ضرر استعمال کړي او نه هم دا زغملی شي چي افغانستان ته له دباندي نه څوک د ضرر لاسونه را اوږده کړي، د روسیي فدراسیون سره راتلونکي اړیکې باید د دواړو هېوادو په ملي ګټو او د نه لاسوهنې په اصل بنا وي، تر څو تېرې ترخې او ناکامه تجربې تکرار نه شي، او یو بل ته د خیر رسولو او مثبت تعامل پالیسي غوره شي.

ومن الله توفیق

د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر رئيس مولوي امیرخان متقي
۲۳/۹/۱۴۴۰هـ ق
۷/۳/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/5/28م

—–

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هارون

ملا برادر، دا خوارکی خو پنجابي تورمخو دومره ځورولی چې د اخ او ټوخ څخه یې هم غورځولی دی. مړه دې وي تور مخي د ای اس ای نوکران

جميل

اللهُ تعالی مو پخير، عافيت ، سرلوړی او د ستری فتحی سره راوله . تاسی ياست چی د خپل خالق الله(ج) د رضا لپاره مو ټوله کړاوونه او خواری پر ځان وزغمل او آه مو هم راپورته نشو ، تاسی ياست چی د ټوله اسلامی امت په تيره بيا د افغانانو مړاوی شملی مو بيرته جګی کړی ، تاسی ياست چی د اصحابو کرامو تاريخ مو بيرته راژوندی کړ …..تاسی ياست چی په ليدو او اوريدو مو نفس تازه شی او د خوشحالی احساس وکړو . ای د هيواد محترمو اصيلو بچيانو له هيواد څخه هم ډير ماران درغلی پام… نور لوستل »

وحیدالله غزنوي

چې له خپلو افغان مسلمانو وروڼو سره به د طالبانو اړیکې څنګه وې، ځکه ددوي له راټوکیدلو څخه تر دا مهاله دوي په لکونو خپل مسلمان افغانان په یوه او بل نوم قتل کړل

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x