افغانستان

طالبان: له سيمې ا و نړۍ سره ښې اړيکې غواړو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د روسيې په پلازمينې مسکو کې د روسيې او افغانستان د اړيکو د سل کالو د پوره کېدو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د طالبانو د سياسي دفتر غړي او بيلابيل افغان سياسيون ورغلي دي.

دغه غونډه چې نن پيل شوه ټاکل شوې ده دوه ورځې دوا م وکړي چې په دې کې به د طالبانو د سياسي دفتر پلاوی له افغان سياسيونو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.

دې غونډې ته د افغان سياسيونو له لوري د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ۴۰ کسيز پلاوی ورغلی دی.

غونډه ته په لومړي سر کې د روسيې د بهرنیو چارو وزير او د افغانستان له پاره د روسيې ځانګړي استازي خبرې وکړې او د طالبانو له لوري ملا عبدالغني برادر لنډه وينا وکړه او ويې ويل چې طالبان سولې ته ژمن دي او دوی هڅه کوي چې د سولې په وړاندې خنډونه له منځه يوسي چې هغه د هيواد اشغال دی.

ورپسې د طالبانو د مشرتاته دفتر رئيس ملا امير خان متقي د افغان-روس اړيکو په اړه د طالبانو رسمي دريځ غونډې ته وړاندې کړ.

متقي په خپلو خبرو کې وويل چې له افغانستان سره د شوروي د اړيکو لومړی پړاو د متقابل احترام او نه مداخلې په اصولو ولاړ و چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د امن او سوکالۍ فضاء قايمه وه او په دوهمه مرحله کې بيا د مداخلو او په افغانستان د شوروي د يرغل مرحله وه چې دواړو هيوادونو ته په کې دروند مالي او ځاني زيان واوښت.

ملا امير خان متقي وويل چې « له تېرو تجربو څخه په زده کړه اوس ټولو باید درک کړې وي چې د ګاونډیانو تر منځ داسې چلن او اړیکې مناسبې دي چې د ټولو مصلحتونه او ګټې خوندي کړي، هر څوک باید خپل مصلحتونه او ګټې داسې برابرې کړي، او له داسې قانوني لارو چارو یې د تر لاسه کولو لپاره لاس په کار شي چې د نورو ګټې او مصلحتونه ونه ګواښي.

دافغانستان اسلامي امارت له ګاونډیو، سیمې اود نړۍ له هېوادونو سره مثبتي اړیکي غواړي، نه چا ته دا اجازه ورکوي چي د افغانستان خاوره دنورو په ضرر استعمال کړي او نه هم دا زغملی شي چي افغانستان ته له دباندي نه څوک د ضرر لاسونه را اوږده کړي، د روسیي فدراسیون سره راتلونکي اړیکې باید د دواړو هېوادو په ملي ګټو او د نه لاسوهنې په اصل بنا وي، تر څو تېرې ترخې او ناکامه تجربې تکرار نه شي، او یو بل ته د خیر رسولو او مثبت تعامل پالیسي غوره شي.»

ټاکل شوې ده چې ياده غونډه به دوه ورځې دوام وکړي او د طالبانو د سياسي دفتر پلاوی او افغان سياسيون به د افغان سولې په اړه خپل نظريات سره شريکه کړي.

بايد وويل شي چې د افغان سولې په اړه دا د طالبانو د سياسي استازو او افغان سياسيونو دوهمه ناسته او تر دې وړاندې لومړۍ ناسته د تيرې فرورۍ په مياشت کې په مسکو کې ترسره شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x