
د مسکو مجلس
واحد فقيري
نن په مسکو کي د افغانانو تر مینځ یوه تاریخي ناسته روانه ده. پدې مجلس کي، د طالبانو مشر ملا عبدالغني برادر اخند د لومړي ځل لپاره راښکاره سو. د مسکو په غونډه کي د طالبانو د دوهم سیاسي شخصیت ګډون د دې مجلس اهمیت ښيي، او دې ناستي ته خاص وزن او اعتبار ورکوي. د هغه اشتراک دا هم ښيي چي طالبانو د پلوماسۍ ډګر ته ور دانګلي دي، او دا مسله يې درک کړې ده چي د هر جنګ نهايي پړاو د دپلوماسۍ مېزونه او ملاقاتونه دي.
د مسکو په مجلس کي د ملا عبدالغني برادر ګډون په بین المللي سطح کي د طالبانو مشروعیت او حضور برجسته کوي، او دا به نور هیوادونه هم تشویق کړي چي ورته شان عمل وکړي.
د مسکو د غونډي بل اړخ دا دی چي بین المللي ټولني د کابل رژیم ته شا کړې ده، او د جنازې او تدفین بند و بست يې کوي. داسي ښکاري چي د فراډ غني رژیم د خپل ژوند آخري شېبې شمېري. البته غني به هڅه وکړي چي دا راز مجلسونه ظاهرآ نادیده ونیسي، خو زړه يې حتمآ دربېږي، او د مرګ تبه باندي راغلې ده.
په مسکو کي، ملا برادر په خپله لنډه وینا کي وویل،«اسلامي امارت سولي ته ژمن دی. اول باید د سولي مانع لیري سي. او هغه دا چي اشغال باید پای ته ورسېږي.» د امریکايي اشغال د ختمولو سره د ملا عبدالغني بردار دا راز اصولي برخورد د اکثرو افغانانو د ملي مطالبې نماینده ګي کوي.
خلیلي وویل: هیڅوک په زوره حکومت نه سي کولای، او باید دا مشکل د خبرو له لاري فیصله کړو.
دا چي امریکا تر اوسه پوري داسي بین الافغاني مجلس نه دی جوړ کړی، دا د امریکا د پلوماسۍ لټي ښيي. د افغانستان په مسایل کي د امریکا دا راز ناکامي او شاتګ پر دې دلالت کوي چي د افغانستان په مورد کي د امریکا پالیسي له جدي مشکلاتو سره مخامخه ده، او هیڅ روښانه جهت نه لري.
په پای کي، د مسکو له ناستي څخه په کلکه حمایت کوم، او د روسیې دا دپلوماتیک ابتکار ستایم. خو د ګډونوالو د شمېر محدودیت يې د اندېښنی وړ ګڼم.
روژه مو په خیر.
مسکو باید دا هیر نه کړی چه د پخوانی یرغل افغانانو هیر کړی دی.په دا غونډی منډی افغان ولس د مسکو یرغل نه هیروی.
که مسکو افغانستان ته دوربین دار توپک رالیږی.په بدل کی یی افغانستان باید د سږکال د تریاکو حاصل صادر کړی.
هغه شمال کی پنځه زریز داعش لښکر هم باید په ور مارش شی.
باقی حساب به زموږ نمسی کړوسی ورسره کوی.