نظــر

د ارګ تر ناولې يوه بله ناويلې کيسه

زلمی افغانزاد

له څو ورځو راهيسې د ارګ د ناوليو کيسه توده ده، په کورنيو او ټولنيزو رسنيو سربېره په بهرنيو رسنيو کې هم د ارګ د بدلمنو ښځو او بدپايڅو/بدګنډو نارينه وو ناولتوب د سر ټکی دی. په دې سره افغانانو ته د يو نوي خجالت ورمخه شوه، چې ممکن په دې ناولده د پردې غوړول به ورته ډير مشکل وي، مګر هلته چې دا ناولی بانډ ګردسره په يو نوي او پاک صف بدل شي، خو دا به ډير کم امکان ولري.

په ارګ کې د فحشا د ترويج او په لوڅو اړيکو د دولتي پوستونو د پير او پلور کيسې په لومړي ځل د ولسمشر غني د ستر امنيتي سلاکار (حبيب الله احمدزي) له خولې راووتلې او ورپسې د ګورنيو چارو وزارت د مرستيال پخوانۍ سلاکارې (مريم وردګ) لخوا تائيد شوې.

په داسې وخت کې چې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د منډو ترړو وخت رانژدې شوی او د اشرف غني دوره پای ته رسېدلې ده، د ارګ له سوړې د دغسې ناوليو کيسو راوتل سړی په شک کې اچوي، چې آيا رښتيا به هم د ارګ په نوم د دولت د رئيسانو په پناګاه کې د افغان ملت د دين او کلتور خلاف اعمال انجاميږي، چې لرې خو هيڅکله نه ده، او که ولسمشرۍ ته د نوماندانو تر منځ د شخصي او سياسي مخالفتونو او بغض پر اساس به دغسې ناولده ادعاوې شوې وي؟

که په غربي ديموکراسۍ او سيکولرزم تازه ورګډو شويو چټو زلمو او پيغلو ته ګورو، دا ادعا د سړي زړه ډير ژر د حقيقت په توګه منلی شي. د کمونيزم د چچڼو مو هم دا ډول کيسې اورېدلې دي. د ديموکراتانو په اوسنۍ واکمنۍ کې يو بندي کيسه کوله چې په بنديخانه کې ورسره يو پخوانی کمونيست هم بندي و، هغه د ډيرو نورو تر څنګ دا کيسه هم ورته کړې وه چې کله به دفتر ته راتلو نو زيات وخت به يې يو مامور او ماموره په دې مېله ليدل او دا دومره عامه وه چې د ليدو په مهال به يې محض دروازه بيرته بنده کړه او د دوی له اوزګارېدو ورسته به دفتر ته ننوتل.

د ارګ له سوړې د دې ناولدې راوتل دا پوښتنه راپيدا کوي چې حبيب الله احمدزي او نورو ولې هغه وخت دا خبره نه رابرسېره کوله چې په لومړي ځل ترې خبر شوي وو؟

له دې پوهيږو چې د کابل په اداره کې تر دې بدې نادودې روانې دي، خو د نه رالوڅېدو وجه يې دا ده چې ترې خبر خلک يا د دندې او معاش له لاسه ورکولو له وېرې پرې پټه خوله دي او يا يې ډالري لوټونه د خولې خرپوټی دی.

له اشرف غني نيولې بيرته تر ده پورې د دولت ټول منسوبين د غرب له ساحلونو په غربي الوتکو کې راوړل شوي، يو يې هم د دې اولس له غېږې نه دی پورته شوی چې ملت دې پرې له زړه باور وکړي. د دوی له هيڅ يو څخه دا تمه نشي کيدای چې د دې درانه ملت عزت او ارزښتونه دې پر ځای وساتي او د افغان شمله دې په لويديځي مرداريو ونه لړي.

که نن له دوی څخه هر يو په دولتي ادارو کې د اولس د دين او کلتور خلاف اعمالو کيسې رالوڅوي، دا صرف د يو نوي سياسي هدف د ترلاسه کولو لپاره دي، نه د ملت د هوسايي او خوشحالي په خاطر. همدا خلک که سبا يو ځل بيا ارګ ته ننوځي، لومړی به همدوی په دغسې ناوړه اعمالو لاس پورې کوي او پردې به هم پرې غوړوي.

اولس بايد هوښيار اوسي او د امريکايانو له اشغال وروسته راغليو سياسيتوالو څخه پر يو باندې هم بايد باور ونکړي، دوی که هر څومره ځان سپين چرک او بل تور معرفي کوي، دا هڅه به يې صرف د ځان برقرار پاتې کېدو لپاره وي، نه د هيواد او ولس د ښيرازي او پرمختګ په هدف.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

زلمي افغانزاد وروره، کور مواباد او په قلم مو برکت شه.
په رښتيا هم چه په دغو ناوليو بايد چه هيڅ وخت اعتبار ونشي. دوي خپله مرداره ځيره ښه روښانه کړه. په ډير درنښت ، کاروان

عبدالله

واقعیت خخه سترگی نشو پتولای، زه د نژدی د وزیرانو په کچه داسی خلک پیژنم چی حتی په رسمی سفر هم خارج ته ولار سی هتل ته انجونی د زنا لپاره غواری، دا زکه عجیبه نه ده چی لمری معاون دوستم لا دا مرض لری چی موژ یی جهان ته و شرمولو، البته په حکومت شه خلگ هم سته خو داسی خلک چی هم لیاقت ولری هم دخدای پاک خخه وبیریزی او هم و ولس ته خدمت وکی تقریبا په ۱۰۰۰ کی شاید یو وی. الله پاک دی موژ تولو ته د شه عمل کولو توفیق رانصیب کری.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x