ځانګړي راپورونه

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډيپلوماسي او د افغان حکومت انزوا /  ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر، ملا عبدالغني برادر په مسکو کې د افغانستان او روسیې د اړیکو د سلمې کالیزې په غونډه کې ګډون کړی. دا لومړی ځل دی چې ملا برادر د طالبانو له ادرسه سیاسي صحنې ته راووځي.

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو سیاسي فعالیتونه په کم سارې ډول زیات شوې دي. د طالب سرچینو په حواله ملا برادر دمګړۍ د طالبانو په شته مشرانو کې تر ټولو د لوړې کچه مشر دی.

لیکوال او د طالبانو د چارو شنونکی، نظر محمد مطمئن پر دې باور دی چې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه د ملا برادر ګومارنه د دې لامل شوې چې بهرنیان د طالبانو پر سیاسي دفتر ډېر باور وکړي.

مطمئن نن ټکي اسیا ته وویل « پخوا اندېښنه وه چې کېدای شي چې د قطر دفتر غړي لازم واکونه ونه لري، اوس چې ملا برادر د دفتر رئیس دی، اوس خارجیان پوه شوي چې تر دې ځواکمن پلاوی نه شي جوړېدای. له همدې امله بهرنیانو قطر دفتر ته مخه کړې او ملا برادر سره لیدنې کتنې کوي».

د طالبانو پخوانی ویاند عبدالحی مطمئن وايي «ملا برادر د طالبانو د لومړۍ لیکې له مشرانو څخه دی او په تر ټولو سختو وختونو کې يې نظامي مشري کړې ده. له دې کبله په نظامي طالبانو کې ورته ځانګړی درناوی شته».

د پاکستان له زندانه ملا برادر داسې مهال خوشې شو چې د خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي لوري او طالبانو ترمنځ څلور پړاوه خبرې شوې وې. د ده له خوشې کېدو سره د سولې په خبرو کې پرمختګونو ته هیلې زیاتې شوې.

د جنوري په ۲۴مه د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخندزاده، ملا برادر خپل سیاسي مرستیال او د قطر سیاسي دفتر مشر وټاکه.

عبدالحی مطمئن وايي «که د سولې نور اړخونه بدې ارادې ونه لري؛ نو د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی ډېر څه کولای شي».

ملا برادر د سیاسي دفتر د مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته د فبروري پر ۲۴مه د قطر په ځانګړې الوتکه کې د دغه هېواد پلازمېنې دوحې ښار ته ورسېد.

دوحې ته د ملا برادر له رسېدو سره سم، د طالبانو ټولې سیاسي چارې دغه طالب مشر په لاس کې واخیستې. له هغې راهیسې چې ملا برادر د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شوی، د دغه غورځنګ په سیاسي فعالیتونو کې پاموړ پرمختګونه لیدل کېږي.

ملا عبدالغني برادر دا مهال په مسکو کې دی او په هغه غونډه کې يې ګډون کړی چې د افغانستان او روسيې ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو سلیزه په کې ونمانځل شوه. له غونډې وړاندې ملا برادر د روسيې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف سره هم وکتل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي اسیا ته وویل «د غونډې هدف دا دی چې د سیمې له هېوادونو سره مشترک منافع لرو، نو د افغانستان راتلونکي لپاره اړتیا لرو چې ښې اړیکې ورسره ولرو او لازمه ده چې له رامنځ ته شوو فرصتونو ښه استفاده وکړو».

ښاغلی مجاهد وايي د روسي چارواکو ترڅنګ د طالبانو پلاوی افغان سیاستوالو سره هم ګوري او دا د دوحې د ځنډېدلې ناستې د جبران یوه هڅه ده.

په دغه غونډه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ له کابله هم یو شمېر مهمو سیاستوالو ګډون کړی. د افغان حکومت د بهرنیو چارو د وزارت په استازیتوب په مسکو کې افغان سفیر، لطیف بهاند لنډه ویناپاڼه ګډونوالو ته واوروله.

دا له بنده له خوشې کېدو وروسته د ملا برادر لومړنی بهرنی سفر او په سیاسي ناسته کې ګډون دی.

له دې وړاندې، سره له دې چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې واردمخه روانې وې؛ خو د ملا برادر له ټاکل کېدو وروسته طالبانو د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ ځانګړې مذاکراتي ډله وګومارله او پخوانی لوی درستیز ملا فاضل یې ورته مرستیال وټاکه.

دا د تېرو مذاکراتي ټیمونو په پرتله پراخه هغه وه. په دې ډله کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو، پخوانیو سیاسي څېرو لکه مولوي امیر خان متقي او عبداللطیف منصور سربېره، د ګوانتانامو پنځه تنه پخواني بندیان، ملا محمد فاضل، ملا خیرالله خیرخوا، ملا نورالله نوري، ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي عمري هم شامل وو.

له امریکایانو سره د مذاکراتو ترڅنګ، په دې موده کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشرتابه سره ګڼو بهرنیو استازو لیدنې کتنې لرلې دي.

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي « طالبانو په اړه داسې باور جوړ شوی چې یوازې یوه پوځي ډله ده او پر سیاسي جوړښتونو او فعالیتونو باور نه لري. د ملا برادر په مشرۍ سیاسي فعالیتونه نه یوازې دا چې دغه ذهنیت ردوي، بلکې دا نظریه راپورته کوي چې طالبان پر سیاسي جوړجاړیو، سیاسي تیوریو او سیاسي اړیکو او نړۍ سره پر نژدې تعامل باور لري».

د ډاکټر ځلاند په خبره، د اروپايي اتحادیې، چین، روسيې او امریکا له استازو سره د طالبانو کتنې طالبانو ته سیاسي ځواکمنتیا ورکوي او په لویه کې له جګړې وتلو ته زمینه برابروي.

د مارچ په ۳مه د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف دوحه کې ملا برادر سره وکتل. له هغه وروسته د اپرېل په ۲۵مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما مشر تادامیچي یماموتو هم د طالبانو د سیاسي دفتر له نوي مشرتابه سره وکتل.

د مۍ پر لومړۍ نېټه د اندونېزیا د بهرنیو چارو وزیره آغلې ریتنو لیستاري هم دوحې ته ولاړه او له ملا برادر سره یې وکتل.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوټزیل په تېره یوه میاشت کې دوه ځلې له ملا عبدالغني برادر سره وکتل. ویل کېږي جرمني هم لېوالتیا لري چې د یوې بلې پراخې بین الافغاني ناستې کوربه وي. د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازي رولانډ کوبیا هم تېره اوونۍ ملا برادر سره کتلي وو.

امریکا کې مېشت افغان لیکوال او د چارو شنونکی واحد فقیري له نظره په ډیپلوماسۍ کې د مهمو مشرانو ګډون د یوې مسئلې اهمیت لا زیاتوي او موضوع ته وزن او اعتبار ورکوي.

ښاغلي فقیري نن ټکي اسیا ته وویل «د ملا برادر ګډون دا هم ښيي چې طالبانو د ډیپلوماسۍ ډګر ته وردانګلي دي او دا مسئله یې درک کړې ده چې د جنګ نهايي پړاو د ډیپلوماسۍ مېزونه او ملاقاتونه دي».

فقیري وړاندې وايي «دا راز ملاقاتونو کې به د طالبانو بین المللی مشروعیت لا زیات شي او نور هېوادونه به هم هغوی ته دعوت ورکړي».

فقیري هم پر دې باور دی چې د طالبانو فعالې ډیپلوماسۍ افغان حکومت له انزوا سره مخ کړی «د کابل رژیم په دې ښه پوهېږي چې بین المللي ټولنې شا وراړولې ده او د جنازې بند وبست یې کوي».

له بهرنیو لوریو سره د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر لیدنو کتنو دا باور رامنځ ته کړی چې افغان حکومت منزوی شوی. ډاکټر ځلاند وايي طالبان توانېدلي چې د سولې په برخه کې د سیمې ملاتړ ترلاسه کړي او د ولسمشر غني حکومت منزوي کړي.

د پوهنتون استاد او د نړیوالو چارو شنونکی ذاکر جلالي هم پر دې باور دی چې طالبانو خپله ډیپلوماسي چټکه کړې او توانېدلي چې له سیمه‌ییزې اجماع د ځان په ګټه استفاده وکړي.

ښاغلي جلالي نن ټکي اسیا ته وویل «په بهرني سیاست کې د افغان حکومت کمزوري او پر امریکا یو مخیزه تکیه د دې لامل شوه چې طالبان دا فرصت ترلاسه کړي. له شک پرته چې طالبانو له دې فرصت ښه استفاده کړې. مسکو ته د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو سفر د دې استفادې ښه بېلګه ده».

د ذاکر جلالي په باور، اوس د سیمې ځواکمنو هېوادونو پر افغان حکومت باور بایللی او طالبانو ته د افغانستان د مسئلې د یوه مطرح لوري په سترګه ګوري او ورسره د چال چلن اړتیا احساسوي.

نظر محمد مطمئن هم پر دې باور دی چې افغان حکومت ونتوانېد چې په سیمه کې اجماع رامنځ ته کړي « افغان حکومت ټوله وسه وکړه چې افغانستان کې دننه یوه سیاسي اجماع رامنځ ته کړي چې د سولې په برخه کې خپله محوري رول ولري. نه په سیمه ییزه کچه او نه هم په کوردننه پر دې کار وتوانېده. اوس چې بهرنیان مخامخ طالبانو سره ګوري، پرته له شکه چې پر افغان حکومت به یې اغېزې منفي وي او افغان حکومت به ځان منزوي ګڼي».

افغان حکومت د مسکو فارمیټ تېرو ناستو کې پاموړ حضور نه درلود. په نړیوالو ناستو کې د افغان حکومت تت حضور او د طالبانو د لوړې کچې ګډون د کارپوهانو په باور د طالبانو ډیپلوماتیکه برلاسي او د افغان حکومت شاتګ ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

سفرونه چی لاس ته راوړنه ونلری څه فایده. کچیری دا سفر زمونږ د جهاد په وخت کی شوی وای بیا نو د دا ټولو کسانو مرګ روا وه. هغه وخت روسی سره جهاد روان وو او اوس په اسکه غاړه منډی ور وهو.

ښه خبره ده باید د خپلو او د ملت د مفاداتو لپاره هر چری منډی او هڅه و شی. الله د یوه دایمی سوله راولی.

وحیدالله غزنوي

نور یې څه کوې دوي خو په روسیه کې د ### ښې خپلې خیټې و پړسولې تر څو نور هم خپل جهاد ته ادامه ورکړې او د ورځي دوه سوه مسلمانان پخپل هیواد کې په وینو ولمبوي.
هی ###

Karwan

بي وجدانه وحيدالله غزنوي، دسپيځلي جهاد پسي بي ځايه دالري تبليغات مه کوه. همدغه رښتني مجاهدين دي، چه د دين، ننګ او ناموس دساتني لپاره ئي خپل سرونه په لاس کي نيولي. ته دالري بي ناموسه ورشه دارګ د فحشا احوال د واخله، د پيسو لپاره له هر ځه نه تير ياستي. خجالت وباسي او ځان ته مرګ وغواړي غلامانو. کاروان

مجاهد

په امریکایی ډالرو ، جرمنی مارکونو ، انګریزی پونډو او داسی نورو ۵۰ هیوادو په جلا جلا ډالرو او ایرو باندی د خیټو پړسوب پروا نه کوی، له ریس جمهوره تر ماموره، او له جنراله تر عسکره او له وکیله تر وزیره ډالری او به ایرو معاشونه امریکا او ناتو ورکوی لوړپوړی یی بیلونران او منځپوړی یی میلونران شول. مګر طالب مجاهدین [ چه د افغان ملت په نمایندګی د روسانو په پلنه هغه مجلس ته بلل شوی چه د افغان ـ روس سل کلنه کلیزه پکی نمانځل کیدله ] غوشتل شوی د غزنوی صاحب قبضیت زیات شوی

محمد کبیر(اندرابی)

گرانه …..!
دا فورمول چی موعزز و طالبانوته شکاره کری ده انشالله لمری په دی ملک حوک ژوندی پاتی ونشی تول مباح الدم دی وروسته له دی ملک نه گرسره نری که یو کس ژوندی پاتی نشی حتی په حرمین وشریفینو که هم
یو موعززو طالبان حق لری چس ژوندی وکری نور خلک مباح الدم
خیر دافرق نه کوش چی طالبانوته روسه اونوروعربی ملکونه ورته دجنگ وسایل برابرو اوتجهیز کیژی نور خلک مباح الدم دی

محمد کبیر(اندرابی )

هوالله
عجبه دیپلوماسی عجبه دشریعت نافظولو پیریان
دیوسگرت اودیو بدلی په اوردی په خاطر تاسو حومره دا بدنصیب مسلمانان بی عزت کر حومره ددرو وهلو په سبب خپله نیمایی ژوند له لاسه ورکر
خو گورو چی مشران ددین پتنگان حرنگه دبربندو شحو سره په میلمیستیا کی برخه اخلی لکه دوی ملایک دی نعوذ بالله دوی ته هر تیروتنه ته شریعت اجازه ورکری ده نوروته نه
ددین تیکه داران داسی ونه شی دپوتین په سر سلامتی پیالی وجنگوی

غوربندي

ستا خبرې هم ستا د املا په شان غلطې دي.

محمد کبیر(اندرابی)

منم زرگیه
په رشتیا چی زه پخپله سخت بی سواده یم اوخبر می اواملا می هم
حه وکرم پورتنی خبره می لیکیلی دا یوحقیقت خبری دی نه الزام

عبد الله

https://youtu.be/H8zXzVknwRg

دا لینک حتمی وگوری
جمیل غوندی په دین بی خبره دی بیا بی زایه تهمت نه کوی

جميل

داسی خاينين په هر ځای کی په هر وخت وه ، همدارنګه نور خاينين او بيدينه خوند ځنی اخلی .

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx