افغانستان

روسیه: له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو هرکلی کوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): روسیه وایي، هیله لري د افغانستان د ثبات په موخه ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» دا څرګندونې په مسکو کې طالب استازو ته د هرکلي ویلو په مهال وکړې، نوموړي وویل « موږ له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د ایستلو غوښتونکي یو او په ټولو افغانانو غږ کوو هر څومره ژر چې کېدای شي خپلمنځي خبرې پیل کړي».

لاوروف زیاته کړه « روسیه باور لري چې د افغانستان کشاله له نظامي لارې حل کېدای نشي او یوازېنۍ حل لاره داده چې د ښکېلو خواوو تر منځ سیاسي مصالحې او مذاکراتو ته لاره هواره شي».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې د روسیې او افغانستان تر منځ د ډيپلوماټیکو اړیکو د یوې پېړۍ د پوره کېدو په بار رابلل شوې وه، دا غونډه چې له افغانستان څخه ګڼ شمېر د حکومت پخواني او اوسني چارواکي ور بلل شوي وو، د ملا برادر اخند په مشرۍ د طالبانو یو څوارلس کسیز هیئت هم پکې شتون درلود.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند هم ورته نظر درلود، نوموړي په غونډه کې وویل « د سولې لپاره اړینه ده څو ټول خنډونه له مخې لیرې شي او په دې برخه کې تر ټولو ستر خنډ اشغال او دبهرنیو عسکرو شتون دی چې په شتون کې یې افغانستان له سولې برخمن کېدلای نشي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x