
د «۲۰۲۰م» کال اسیا جام سیالیو کوربه توب پاکستان ته ورکړل شو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د راتلونکي ۲۰۲۰م کال اسیایي جام سیالیو کوربه توب پاکستان کرېکټ بورډ ته ورکړ.
نن د سه شنبې په ورځ په سنګاپور هېواد کې د کرېکټ نړیوالې شورا ناسته ترسره شوه چې په کې د پاکستان، افغانستان، هندوستان، سریلانکا او بنګلدیش کرېکټ بورډ چارواکو ګډون کړی و.
په دغه ناسته کې پریکړه وشوه چې د ۲۰۲۰م کال د شل اوریزو نړیوال جام څخه وړاندې چې په استرالیا کې ترسره کیږي لومړی د اسیا جام سیالۍ په پاکستان هېواد کې ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې د کرېکټ شل اوریزو نړیوال جام به د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر میاشت کې په استرالیا هېواد کې ترسره شي، خو د اسیا جام سیالیو لپاره د سپتمبر میاشت غوره شوې ده.
لکه څرنګه چې د اسیا جام سیالۍ په شل اوریزو او یو ورځنیو دواړو فارمیټونو کې ترسره کیږي- پریکړه وشوه چې راتلونکې کال سیالۍ به د شل اوریزو فارمیټ کې ترسره شي.
د کرېکټ نړیوالې شورا د پاکستان هېواد امنیتي وضعیت ته په کتلو د لوبو لپاره د ښار تعین نه دی کړی چې دا لوبې به د پاکستان په کوم ښار کې ترسره شي خو د پاکستان کرېکټ بورډ څخه یې غوښتي تر څو ژر تر ژره د ځای تعین وکړي.
تېر وار د اسیا جام سیالیو کوربه توب هم د پاکستان هېواد په برخه و خو د هند کرېکټ بورډ پاکستان ته له تلو سخت انکار کړی و او ویلي وو چې یا دې سیالیو لپاره هېواد بدل شي او یا به هم دوی ګډون ونکړي.
خو د کرېکټ نړیوالې شورا په ننۍ پریکړه تر دې دمه د هند کرېکټ بورډ غبرګون نه دی ښودلی چې ایا په پاکستان کې به د راتلونکي کال اسیا جام سیالۍ ترسره کړي او که به د تېر په څېر بیا انکار وکړي.
د پاکستان هېواد له ۲۰۰۸م کال وروسته په دغه هېواد کې د اسیا جام سیالیو خوند نه دی څکلی، دوی غواړي له اسیا جام وړاندې نور هېوادونه پاکستان ته په تلو اماده کړي تر څو په سمه توګه د اسیا جام کوربه توب هم وکړي.
India, who are the defending champions, last played on Pakistan soil in 2008. #AsiaCuphttps://t.co/A5ZQB89QnA
— Sports Express (@Xpress_Sports) May 28, 2019
د کرېکټ نړیوالې شورا په یاده ناسته کې د اسیایي ګیمونو (Asian Games) په سیالیو کې چې په ۲۰۲۲م کال په چین هېواد کې ترسره کیږي د کرېکټ شاملولو پریکړه هم وشوه، دا به لومړی وار وي چې په یادو سیالیو کې کرېکټ هم ترسره کیږي.
د اسیا جام سیالۍ به د ۲۰۲۰م کال په سپتمبر میاشت کې په پاکستان کې ترسره شي چې په کې به پاکستان، هندوستان، افغانستان، بنګلدیش، سریلانکا او یوه د اسیا جام غوراوي سیالیو ګټونکې لوبډلې ګډون کوي.
تېر کال د اسیا جام سیالیو کې افغان لوبډلې د پام وړ لوبه نندارې ته وړاندې کړې وه چې نړیوال مبصرین یې ګوته په غاښ کړل، په همدغه مورال اوس افغان لوبډله د کرېکټ نړیوال جام کې لوبیږي چې ډيرې لوبډلې ترې په ویره کې دي.