نړۍ

پاکستانی فوځ په پټه خوله پرفوځ او (ISI) باندي دامریکني چارواکو ګذار وغندي

army_meeting_in_islam_abad (نن ټکی اسیا اریل ۲۰۱۱/۲۷) اسلام اباد: تیره ورځ به اسلام اباد کی د پاکستاني فوځ دځمکني، هوایی اوسمندري قواوو مشرانو او د پاکستان دڅارګري اداري دمشر جنرل شجاع باشاه په شمول یوه غونډه درلوده، په غوڼده کي څلورو سره مشرانو په دي اخیرو کي دامریکایانو له لوري پرپاکستاني فوځ اوڅارګره اداره باندي نیوکه وغندلي او دغونډي ټولو برخه والو دترهګري په خلاف دپاکستاني فوځ پر سټراتیجي باندي باور وښود.

دپاکستاني فوځي ځواک د درو سره قواوو دمشرانو غونده چي په کال کي ځلور ځله د قواوو د مشرانو له لوري دایريږي ډیره مهمه او ارزښناکه غونډه وي، په دغه غونده کي دهوایی، ځمکني او سمندري قواوو قومندانان دسیمي اوهیواد پرفوځي حالاتو باندي غږیږي خو داچي دا واري په غونډه کي د پاکستان دڅارګري اداري مشر جنرل شجاع پاشاه هم په  برخه درلوده، له دي څخه څرګندیږي چي دغوندي ایجنډه دپاکستان او امریکي پرخرابو اړیکو باندي راچاپیره وه.

دغونډی مشري دپاکستاني فوځ لوی درستیز جنرل خالد شمیم واین کوله دغوندي برخه والو دمایک مولن پرهغو څرګندونو باندي په تفصیل سره خبري وکړي، اوزیاته یی کړه چي دمولن هغو خبرو چي وایی په ګوانتاموکي دامریکي فوځی چارواکو دپاکستان پر څارګره اداره دترهګري اودترهګرانو دمرستو کولو تور لګولی دي سخت خواشیني کړی دي که څه هم له غونډه څخه وروسته دغونډي مشرانو ورسنیو ته خپله اندیښنه په ډاکه نکړه خو شنونکي وایی چي پاکستاني فوځ اوڅارګري اداري دمایک مولن په څرګندولو سره خواشیني ښودلی ده

جنرل شجاع پاشاه چي دغونډی غړیټوب هم نه لري بیا یی هم په غونډه کی برخه درلوده، نوموړي دغونډی برخه والو ته دخپل سفرپه اړه مالومات ورکړل، کوم چي څو ورځي مخکي یی په امریکا کي د سی آی ای له مشر لیوپانیټا سره په نیویارک کی کتلي وو، دسی آی ای او آی ایس آی ترمنځ د رامنځته شویو ترینګلیاوو دلري کولو په اړه یی تفصیلي خبری کړي وی، څیړونکي وایی په غونډه کي د جنرل شجاع پاشاه برخه  درلودل څرګندوي چي دغونډی دبحث اصلي نفطه څه وه.

دغونډي به جریان کی دپاکستاني فوځ لوی قومندان ښاغلي جنرال اشفاق کیاني هم وبرخه والو له مایک مولن سره دنوموړي دکتني په اړه پوره مالومات ورکړه نوموړي برخه والو ته دمایک مولن داندیښنو په اړه پوره تفصیل ورکړ، اوزیاته یی  کره له امریکایی چارواکو سره اندیښنه موجوده ده چي په وزیرستان کي دترهګرو به خلاف دپاکستاني فوځ سټراتیجي ناکامه ده، اوپاکستاني فوځ دهغو سیمو په ساتلو کي پاتي راغلي دی کومي چي یی له ویره اچونکو څخه پاکي کړی دی.

خو جنرل کیاني تیره ورځ رسنیوته ویلی وو، چي په وزیرستان کي پاکستاني فوځ دترهګرو ملاماته کړی ده، په اخیر کي دغونډي برخه والو دهیواد اوسیمي پرحالاتو خبري وکړي اوټول هغه کورنی او بهرني مشکلات یی په ګوته کړه کوم چی دپاکستان امنیت یی له خطر سره مخ کړی دی.او وروسته یی یو پریکړه لیک دستخط کړ اودپاکستاني فوځ او څارګری اداري برکړنو یی پوره باور وښودي

شنونکي وایی که څه هم دغونډي برخه والو دناستي په اړه ورسنیو ته څه ندي ویلي خو په غیر مستقیمه توګه دغونډي برخه والو دپاکستاني فوځ اوڅارګري اداره په اړه دامریکایی چارواکو دڅرګندونو مخالفت وکړ، اودترهګرو په خلاف دفوځ روانه سټراټیجي یی مثبته او دسیمي په ګټه وبلله.

بخت الرحمن بخت……………..نن تکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x