استقلالیت د القاعده تنظیمي طبیعت / دوهمه برخه

لیکوال او سياسي شنونکی عبدالرحیم (ثاقب)

لیکوال: عبدالرحیم ثاقب

القاعده د خپل کاري طبیعت له مخې چې ځان نړیوال جهادي تنظیم معرفي کوی یواځې په افغانستان کې نه ؛ بلکې په نورو ټولو هغو هیوادونو کې چې دوی موجودیت لري پرته له دې چې د هغه هیواد ټولنیز خصوصیات ، مذهبي او سیاسي حساسیتونو په نظر کې ونیسي ځانته د مستقل فعالیت حق ورکوي ، چې ډیر ځایونه د دوی دا کار هلته د مثبتې نتیجې په ځای ډیر ناوړه عواقب لرلي دي.

دا کار له عراقه نیولې تر سوريي ، صومالیې ، لیبیا ، مالي او افریقا پوري په ټولو ځایونو کې د القاعده لخوا تر سره شوی او په ځینو مواردو کې هلته له موجودو محلي جهادي تنظیمونو سره د اختلاف او کله هم د مسلح برخورد لامل هم شوی دی.

د بیلګې په توګه ابومصعب الزرقاوي چې په عراق کې د امریکايي اشغال خلاف د القاعده له تر ټولو مشهورو پوځي قومندانانو څخه و له امریکايي یرغلګرو سره د مقاومت په ترڅ کې یې دعراقي شیعه ګانو بي دریغه وژل هم پیل کړل.

د عراق له ۳۸ ملیونه وګړو څخه یې ۵۲ سلنه شیعه ګان دي چې د هیواد مطلق اکثریت تشکیلوي.

د دغو شیعه ګانو له منځه یې ټول هم د اشغال پلویان نه وو، خو د القاعده لخوا د شیعه ګانو عام وژنې په تدریجي ډول د شیعه ـ سني ترمنځ مذهبي جګړې بڼه خپله او وروسته ټول شیعه ګان مطلقا له امریکایانو سره ودریدل.

ممکن د ابو مصعب الزرقاوي په نظر به چې له بله هیواده عراق ته ورغلی و دا کار مناسب او ضروري و خو په هغه عراق کې چې مطلق اکثریت یې شیعه ګان دي د هرملحوظ په اساس چې وي د شیعه ګانو دغسي عام وژنه مناسب نه وه .

هماغه و چې دې جګړې د دې پرځای چې د امریکایانو خلاف مقاومت ته ګټه وکړی تاوان یې وکړ او بالاخره دا په عراق کې د یوې داسې خونړۍ شیعه ـ سني جګړه لامل شوه چې د عراق ولسی ملي وحدت یې په ملي عداوت بدل او ښايي د هغې منفي اغیزې تر قرنونو پوري د عراقي ولس ترمنځ پاتي شي.

د دغې خطرناکې جګړې ناوړه اغیزو له عراقه بهر سوریې، لبنان، یمن ته هم سرایت وکړ او په نتیجه کې یې داعش ، فاطمیون لښکر او نوري په لسګونو داسې اجرتي ډلې وزیږولې چې د ټول اسلامي امت لپاره په یوه تر ټولو لویه او خطرناکې فتنې بدلې شوې.

په عراق کې سني او شیعه اوسیدونکو له پیړیو راهیسي ګډ سوله ییز ژوند درلود او یوه هم پر بل تیری نه کاوه.

خو له دغې فاجعه زیږوونکي جګړې وروسته په عراق کې نور د شیعه اوسني ترمنځ سوله ییز مشترک ژوند ناشونی او اوس چې د همدې جګړې په دوام کې هلته د حشد الشعبي په نوم شیعه وسلوال پر عراقي سُنیانو کوم مظالم کوي قلم یې د لیکلو تاب نه لري.

دا په عراق کې د القاعده د مستقلانه فعالیت یوه بیلګه ده چې د ابومصعب الزرقاوي په لاس پیل او نهايي پایله یې دا شوه چې د داعش په نامیمون تولد سربیره اوس د منځني ختیځ څلور مهم هیوادونه سوریه ، عراق ، لبنان ، او یمن د همدې جګړې له امله عملا د شیعه ګانو تر تسلط لاندې او هغوی ورباندې حکومت کوي.

په افغانستان کې هم شیعه ګان د امریکایانو ترڅنګ ودریدل، سره له دې چې په افغانستان کې د شیعه ګانو فیصدي نسبت د عراق شیعه ګانو ته ډیره کمه (لس سلنه ) ده او امریکایانو ډیر د دې کوښښ وکړ چې د عراق سُني – شیعه جګړه دلته هم ترویج کړي مګر طالبانو په خپلې حکیمانه پالیسې سره د هغوی دسیسه شنډه کړه.

د القاعده د مفتوح بیعت احتمالي تاوانونه

که له طالبانو (اسلامي امارت) سره د القاعده بیعت همداسې مفتوح (غیر مقید) پاتې شي ښايي د افغانستان لپاره د داسې تاوانونو لامل شي چې تلافي یې بیا ناشونې وي.

د السحاب لخوا د ویډیو نشرول یې یوه ژوندۍ بیلګه ده چې د مذاکراتي بهیر په جریان کې یې د طالبانو د سیاسي استازیو په مقابل کې د خلیلزاد ، جنرال دا نفورد او جنرال سکاټ میلر ادعاء ته صحت ور وباښه.

دا خو لا بیا هم نسبتا یوه وړه اشتباه او د طالبانو نشراتي مرکزي ارشیف ته په مراجعه سره یې واقعیت څرګند شو چې اصلي ویډیو طالبانو څلور کاله وړاندې نشر کړې او السحاب فقط اوس هماغه په تحریفي شکل دوباره نشر کړې.

ممکن سبا په ابزاري ډول د القاعده له ادرسه بل داسې څه تر سره شي چې هدف تري امریکایانو ته د افغانستان د اشغال دوام او یا هم اوس مهال امریکايي مذاکراتي ټیم ته د طالبانو په مقابل کې د اسنادو او شواهدو په لاس ورکول وي.

له دې خبرو څخه خدای مکړه زما موخه په القاعده جهادي تنظیم باندې بدګماني نه ؛ بلکې د القاعدې له نامه نه په سوء استفاده سره د دښمن فرصت جويي ده .

ځکه اوس ډیر داسې کسان القاعده ته د انتساب دعوه کوي چې هغه خپله د القاعده مشرتابه ته هم د اعتماد وړ کسان نه دي.

د القاعده مربوط اصلي چارواکي او غړي یا د افغانستان -پاکستان له ساحي وتلې ، یا وژل شوي او یاهم نیول شوي دي.

اوس چې په دې ساحه کې هرڅوک القاعدې ته د انتساب دعوه لري هغه د خپلې دعوې د اثبات لپاره د القاعدې له مشرتابه څخه د ځان د اعتماد او تزکیې په اړه هیڅ ډول سند نشي وړاندې کولای.

که د داعش د ولادت فلسفې وکتل شي هغه همدغه ډول د امریکا د یوې خطرناکې دسیسې په ترڅ کې د القاعده له بطنه تولید کړای شو .

د داعش ټول مسؤل چارواکې له ابوبکر بغدادي نیولې تر ابو محمد العدنانې پوري ټول د القاعده مربوط کسان او په یاد تنظیم کې یې مهم مسؤلیتونه ترسره کړي.

خو دښمن وکړای شول چې همدغه مهم چارواکي د القاعده له صفه جلا او بیا یې دا داعش په نوم د القاعده خلاف استعمال او هغه ورباندې متلاشي کړي.

په عراق او سوریي کې چې څومره القاعده مشهور قومندانان د داعش په لاس ووژل شول د امریکایانو په لاس هغومره نه دي وژل شوي.

د افغانستان وضعیت له عراق او سوريې څخه فرق لري ، ښايي په افغانستان کې د القاعده له پوښ او نوم څخه په استفاده جويي سره بله داسې توطیه وکاروي چې تر داعش هم د افغانستان لپاره ډیره خطرناک وي.

څه کول په کار دي ؟

د دې لپاره چې بیا ځلي د القاعده له نوم او پوښ څخه دښمن ته د دغسي استفاده جويي زمینه په لاس ور نشي د القاعده مشرتابه باید له طالبانو سره کړي بیعت ته ځان ملتزم او په دې ساحه کې د خپل کړي بیعت د مقتضا پر اساس خپل هیڅ ډول فعالیت د طالبانو له اجازې پرته ونه کړي .

ځکه له افغانستان څخه د امارت په مذاکراتي شرائطو برابر د امریکایانو وتل په حقیقت کې د په اصطلاح تروریزم په مقابل کې د امریکايي نړیوالې جګړې د شکست په معنی ده او نور

د دې ضرورت نه پاتې کیږي چې په یوه او بل نوم دي امریکایانو ته د یادې جګړې د غځولو موقع برابره شي.

القاعده تنظیم په تیرو ۱۹ کلونو کې د امریکایانو د سخت مراقبت او په ځینو مواردو کې د خپلو اشتباهاتو له وجې نور په هغه وضعیت کې نه دی چې په پوځي او امنیتي لحاظ د امریکایانو په مقابل کې څه وکړای شي.

هغوی فقط په نشراتي او اعلامي برخه کې ښايي وخت ناوخت د خپل فعالیت اظهار وکړای شي ، خو که هغه مطبوعاتي فعالیت یې همداسي په لامحدود (غیرمقید) ډول پاتي وي له زماني او مکاني نزاکتونو سره د هغوی د نابلدي له جي له دې پرته چې دا فعالیت یې امریکايي اشغال ته په سیمه کې د پاتې کیدو مبرر په لاس ورکړی په عملي لحاظ به بله هیڅ ګټه و نه لري.

پای

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جلال
میلمه
جلال

بسم الله الرحمن الرحيم
په دی مضمون کی واقعا دیر د غور او تامل ور نکات بیان شیوی دی، چی تول خلک، مخصوص مسءول كسان بايد، حتما ورته پام ونیسی. بس دی، القاعده هم باید خپل حد وپیژنی، د خپل له اشتباهاتو نه او د خلکو له قربانیو سخه، حیا وکری او د الله تعالی نه وویریژی.

غوربندي
میلمه
غوربندي

عزتمند ثاقب صاحب

ستاسو پورته لیکنې د ویښو د لا ویښتابه لپاره ډېرې ګټورې او ضروري دي.

هیله ده د (څه کول پکار دي) تر قسمی سرلیک لاندې که له القاعدي علاوه طالبانو کرامو او عامو لوستونکو ته هم اړینې توصیې ارایه کړی.

جزاکم الله خیرا

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ په خیر.
القاعده طالیبانو ته ډبلی پیسی ورکولی.او طالیبانو هم په افغانستان د اوسیدو لپاره پریښودلی وه؛
یوولسم د ستمبر عملییات ته طالیبانو په دا شرط اجازه ورکړه.چه مسعود به راته لوخړه کوی.
القاعده طالیبانو ته احمد شاه لوخړه.او دوهمه ورځ یی د امریکا برجونه لاړه کړل.