
مشرانو جرګه: مسکو ناسته کې دې د مشورتي لویې جرګې په غوښتنو ټینګار وشي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ غبرګولي، ۱۳۹۸ل):
د ګډ حکومت د مشرانو جرګه وايي، په مسکو کې د افغانستان او روسیې د اړیکو د سل کلنو کېدو په ویاړ په رابلل شوې غونډه کې دې د لويې جرګې په غوښتنو د عمل ټينګار وشي.
د مشرانو جرګې رئیس «فضل هادي مسلمیار» په دې تړاو د جرګې غړو ته وویل « د مسکو ناسته یوه جدي مسئله ده، هیله لرم هغه سیاسیون چې مسکو ته تللي د افغان سولې پروسه به د لویې جرګې له غوښتنو سره سم بیان کړي».
نوموړي زیاته کړه « روسیه که څه له افغانستان سره د خپلو اړیکو په سل کلنه دوره کې د دوستۍ باب لري خو دا هیواد لا هم په افغانستان کې له امریکا سره په رقابت کې دی».
د مشرانو جرګې یوه بل غړي « محمد اکبري» بیا د طالبانو او حکومت تر منځ په مذاکراتو ټینګار وکړ او ادعا یې وکړه چې د ګډ حکومت له شتون پرته خبرې بې ګټې او د افغانستان په زیان دي.
د مشرانو جرګه داسې مهال له افغان سیاسیونو د خپلې داعیې د بیانولو هیله لري چې تمه ده مسکو ته تللي افغان سیاستوال له طالبانو سره کېني او خپلې اندېښنې له هغوی سره ګډې کړي.
د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» وایي، مسکو کې له افغانانو سره ناسته د قطر د بین الافغاني ناستې د جبران یوه هڅه ده خو په دې ناسته کې د حکومت په استازیتوب هیڅوک برخه نشي اخستلای او نه ورته اجازه ورکول کېږي.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګه له داسې سیاسیونو د مشورتي لویې جرګې د غوښتنو په پام کې نیولو هیله لري چې هغوی د مشورتي لویه جرګې د رابللو په مهال یاده جرګه«سفارشي» بللې وه او په قاطع اکثریت یې په دې جرګه کې ګډون رد کړی وو.