افغانستان

کابل د افغان او پاکستاني علماوو تر منځ د افغان سولې په تړاو د کنفرانس رابللو هیله لري

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ غبرګولي، ۱۳۹۸ل):  د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس، ګډ حکومت هیله لري څو افغان او پاکستاني علما په یوه ګډ کنفرانس کې د افغان سولې په تړاو بحثونه وکړي.

د ډیلي ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې ، ددې کنفرانس د رابللو غوښتنه د ګډ حکومت له لوري مطرح شوې چې د پاکستان له طرفه ورته مثبت ځواب ویل شوی او په دې اړه یې تر کنفرانس وروسته د احتمالي مشترکې اعلامیې یوه مسوده هم ګډ حکومت ته سپارل شوې خو تر دې دمه لا د کابل له لوري ورته ځواب نه دی ویل شوی.

د افغان او پاکستاني علماوو تر منځ د مشترکې ناستې د رابللو خبرونه داسې مهال خپرېږي چې د ګډ حکومت یو لوړپوړی امنیتي پلاوی د حمدالله محب په مشرۍ او د پاکستان د فوځ د مشر «جنرال قمر جاوید باجوه» په بلنه اسلام اباد ته رسېدلی او د ګډو همکاریو، تجارت او د افغان سولې په برخه کې د پاکستان په رول یې تېره ورځ د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د بندو دروازو تر شا خبرې کړې.

ددې ناستو جزئیات که څه هم له رسنیو سره نه دي شریک شوي خو غونډې ته نږدې سرچینې وایي، دې ته ورته نورې ناستې هم په پلان کې شته چې تمه ده په نږدې راتلونکې وشي.

د افغان او پاکستاني علماوو تر منځ تر دې وړاندې هم یوه غونډه د تېر کال په سپتمبر میاشت کې رابلل شوې وه چې د سولې شورا د غړو په ګډون د افغانستان د عالمانو شورا مخکښو غړو او مشهورو پاکستاني ملایانو پکې ګډون کړی وو.

یاده دې وي چې، د ګډ حکومت د واک له پیل سره سم، کابل او واشنګټن همېشه هڅه کړې طالبان تر مذهبي فشار لاندې ونیسي ، په همدې موخه د ګډ حکومت لومړۍ هڅه په اندونیزیا کې د دولتي ملایانو یوه غونډه وه چې له منځه یې د افغانستان روانه جګړه او د طالبانو مقاومت ناروا وبلل شو.

خو د شنونکو په باور، طالبان یوه مذهبي او د مسلمانو علماوو له ملاتړ برخمنه ډله ده چې د حکومت له لوري ورباندې واردېدونکی مذهبي فشار یې په جنګي لیکو هیڅ اغېزه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hidayat shinwaray

سعودیان یو ځل بیا غواڕی چی د افغانانو اتلس کلن جهاد د خپلو نا مشروع گټو لپاره قربانی کڔی. دسعودیانو استراتیژی او ناروا هیلی دا دی چی غوٱڔی ایران په بشپڕ توگه انزواء او حاشی ته یی ټیله کڔی. د سعودیانو او د بین المللی صهیونیستان گټی د نوک او د وری حثیت لری چی په حقیقت کی نه جدا کیدونکی شریکی گټی دی نو په همدی موخه پاکستان ته یی په ملیاردونو ډالرو مرستی کوی چی د طالبانو پروژی څخه لاس واخلی او د بین المللی صیهیونیزم تر مشری لاندی د ایران او د روسیانو پر ضد نوی جبهی… نور لوستل »

جميل

د دی درباری علماء سوء په غونډو منډو څه نه سره ورځی بيله دی چی و شيطان ته نورهم ځانونه صادقه وښيی .

اجمل

دا پروګرام کولای شی چی د قطر خبری هم یو څه نا څه خبل تايثر لاندی راولی. دی پروګرام سره بیا طالبان په حاشیه کی پاتی کیږی لکه چی اوس کابل حکومت په حاشیه پاتی دی. کچیری هم یو قوی اعلامیه خپره کړی معلومداره خبره ده چی د طالبانو پر اوسنی موقف به بد او منفی تايثر ولری. پاکستانی ملایان اکثرآ د آی اس آی غړی دی هغوی کچیری واقعی علما وی نو هیرا منډی دی وتړی.

اجمل

ولی منفی لایک راکوی؟ کومه خبره می خلاف ده؟ ریښتیا ویل او حقیقت په ریښتیا سره چی تریخ وی او هره کله یی نشی زغملی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x