
روسیه کې د افغان حکومت سفیر له طالبانو سره په لیدنه کې پاتې راغلی
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د مسکو ناستې په څنډه کې د افغانستان سفارت پلان درلود څو په روسیه کې د ګډ حکومت ځانګړی استازی «لطیف بهاند» له طالبانو سره وګوري خو دا لیدنه لا هم نه ده ترسره شوې.
د «سپوتنیک» خبري اژانس په حواله، تېره ورځ ماښام مهال لطیف بهاند غوښتل طالبان وویني خو طالبانو لطیف بهاند خپل حضور ته نه دی منلی.
د مسکو ناسته چې د روسیې او افغانستان د ډیپلوماټيکو اړیکو د یوې پېړۍ د پوره کېدو په ویاړ رابلل شوې ګڼ شمېر افغان سیاسیون، طالبان او پخواني او اوسني حکومتي چارواکي ورته رابلل شوي.
د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې، دوی له هیچا سره د «کابل ادارې» د یوه استازي په حیث خبرې نه کوي بلکې ټول هغه افغان سیاسیون چې تمه ده طالبان ورسره کېني د عادي افرادو او افغانانو په حیث راغلي او له هیڅ ګوند او رسمي ادرس څخه نمایندګي نه کوي.
تمه ده نن په ځايي وخت له غرمې وړاندې افغان سیاسیون له طالبانو سره کېني او خپلې اندېښنې له هغوی سره شریکي کړي.
د افغان سیاسیونو په ترکیب کې پخوانی حکومت مشر حامد کرزی، محمد حنیف اتمر، عطا محمد نور، فوزیه کوفي، کریم خلیلي، محمد محقق، عمر زاخېلوال او داسې نور شامل دي.
تر ډېره ګمان دادی چې د اوربند غوښتنه به د افغان سیاسیونو د غوښتنو په سرکې وي خو طالبانو تر دې وړاندې له حکومت سره اوربند رد کړی وو او د «اشغال» د دوام په صورت کې یې جګړه حتمي بللې وه.
ځکه چې دا سفیر مسلمان وو او طالبانو له مسلمانانو سره له خبرو ډډه کړیده او یوازې کفارو ته ترجیح ورکوې
دا نیک مسلمان هلته چیری وُ چه فه افغانستان کی جوماتونه مدرسی کلی اوښارونه بمباریدل
نن چه فه جګړه پاتی راغلی او رانه مذاکرات
فه کابل غواړی
د مکتبونو سوځول او په جوماتونو کی د انتحار او انفجار ریکارد چا ټینک کړی؟ ملت اوس پوه دی د خلکو په سترګو خاوری اچول پکار نده. کله هم لمر په دوه ګوتو نه پټیږی.
احمق اجمله، دکوم ملت نه خبري کوي، هغه ځودالريان چه په غلام غني او عبدالله باندي راټول دي او که عام ملت چه ټول د طالبانو کرامو تر شاه ولاړ دي. تاسي ناولي بيدينه اوس اولس ښه پيژندلي ئي او نور مو د تيښتي لوري نشته. کاروان
د دی مردارخوره خو رنګ لا د پخوانی کمونستانو دی ، د دی مردارو بريتو سره به ډوډی څنګه خوری .
دا چی طالبانو خپل حظور ته ندی منلی څومره به خجالت شويوی ، په شرمو وشرميږی .
دا سفیر د کابل دغلامی اداری سفیر یعنی غلام دی مسلمان او بیا افغان کله هم د نورو غلامی نه منی ، د همدی امله د غلام جنازه نه کیږی او نه یی شاهدی د منلو ده ، نه د خبرو کولو او یا څه کړنو واک لری هغه وایی او هغه کوی چه د ویلو او کولو د باره ورته دستور او اجازه ورکړی شوی . نو طالب مجاهدین یی جبرا د بادارانو سره ( که کافر هم دی ) زمونږ هیواد یی اشغال کړی، خبری کوی چا چه ستا کور اشغال کړی وی جبرا به د هغوی سره… نور لوستل »
دا رد او بدی خبری کوم ځای نه نسی. مسلمان ته ښایی چی حقیقت ته غاړه کیږی، ښه ته ښه او بدو ته بد ووایی. ټول د اوربند خبری کوی ولی طالبان له اوربند نه ویره لری. وګوری د محاهدینو پخوانی مجلی او اخبار بیا قضاوت وکړی چی موالات، رابط او تګ او راتګ له روسانو سره څومره ناروا کار ده. د پخوانیو مجاهدینو په قانون دا ټول ګډون وال د مسکو د جلسی د اعدام وړ کسان دی او باید اشد مجازات شی.
غټ خلقی