افغانستان

کابل «۷» هیوادونو ته نوي سفیران ټاکلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت ته نږدې سرچینې وايي، کابل د اوو هیوادونو لپاره پخواني سفیران له دندې ګوښه او په ځای یې نوي استازي ټاکلي.

د طلوع نیوز د راپور سره سم، جرمني، ایټالیا، سويډن، کاناډا، ناروې، مالیزیا او د چک جمهوریت هغه هیوادونه دي چې کابل نعمت سیر، هلینا مالکیار، عباس، حسن سروش، یوسف غفورزی، محب سپین غر او شهزاد ګل اریوبي ورته د سفیرانو په حیث ټاکلي.

د ګډ حکومت مشر «غني» تر دې وړاندې هم د معلوماتو او ټکنالوژۍ، لوړو زده کړو او اوبو وزارتونو مخکیني وزیران له دندو ګوښه او په ځای یې سرپرستان ټاکلي وو چې وروسته یې ګڼ غبرګونونه يې راوپارول.

د ګډ حکومت اجرائیه رئیس «عبدالله عبدالله» د غني دا پریکړه سیاسي او کمپایني وبلله او خواشیني یې وښوده چې په وزارتونو کې د بدلونونو په مهال وزیران د ټولنیزو رسنیو له لارې خبرېږي.

په عبدالله عبدالله سربېره د نوماندانو شوری هم د حکومت مشر له لوري وروستۍ ټاکنې غیر قانوني وبللې، ددوی په وینا، د ګډ حکومت قانوني موده پای ته رسېدلې له همدې امله اوس هڅه کوي خپل ټول مخالف کسان له دندو ګوښه او په ځای یې د خپل ټیم لپاره وفادار خلګ په دندو وګماري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x