هغه مهال چې دهوني بنګلديش لوبډلې لپاره د ډګر ساتنې سمولو هڅه وکړه – ويډيو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړيوال جام د تمريناتي سياليو په وروستۍ ورځ د بنګلديش او هند لوبډلو ترمنځ سيالۍ ترسره شوه چې هند د ۹۵ منډو په توپير بريا خپله کړه.

د لوبې پرمهال يوه جالبه پېښه دا شوه چې د هند مشهور لوبغاړي ايم ايس دهوني د توپوهنې پرمهال د بنګلديش لپاره د ډګر ساتنې سمولو هڅه وکړه.

د لوبې په ۴۰م اور کې د بنګلديش لوبغاړي صابر رحمن توپ اچونه کوله چې دغه مهال دهوني توپوهنې ته ولاړ و او په ډګر ساتنه کې يې د بنګلدیشي لوبغاړي سمولو هڅه وکړه چې له هغه وروسته توپ اچونکي هم لوبغاړي ته خپل ځای ته د تلو اشاره وکړه، دا پېښه د کی ايل راهول، دهوني، لوبڅار او نورو لوبغاړو لپاره خندونکې وه.

ايم ايس دهوني چې د هند لوبډلې کاميابه لوبډلمشر پاتې شوی او د لوبې پرمهال د سړو مغزو څخه په کار اخيستنې يې (Mr cool) نوم هم وړی، په ياده سيالۍ کې په زړه پورې سليزه ووهله.

د بنګلديش او هند په دغه تمریناتي سيالۍ کې لومړی توپوهنه هند لوبډلې وکړه چې د کی ايل راهول او دهوني سليزو په مرسته يې ۳۵۹ منډې جوړې کړې، په ځواب کې بنګلديش لوبډلې د ۲۶۴ منډو په جوړولو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د