ورزش

د نړیوال جام تمریناتي سیالۍ؛ افغانستان په مخکښ لوبډلو کې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ غبرګولی، ۱۳۰۹۸ل): د کرېکټ نړیوال جام تمریناتي یا وارم اپ سیالۍ پرون د سه شنبې په ورځ پای ته ورسیدې، چې په کې استرالیا لوبډله تر ټولو مخکښ ثابت شوه.

په دغه تمریناتي سیالیو کې هرې لوبډلې دوه-دوه سیالۍ ترسره کړې، چې په کې استرالیا تر ټولو مخکښ او سریلانکا تر ټولو پاتې لوبډلې ثابت شوې.

په یادو سیالیو کې افغانستان لوبډلې هم دوه لوبې ترسره کړې، چې یوه د پاکستان پر وړاندې په ۲۴مه نېټه او دویمه د انګلستان پر وړاندې په ۲۷مه نېټه ترسره شوې.

افغان لوبډلې د یادو سیالیو له مخې پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه، خو له انګلستان لوبډلې څخه یې په دویمه سیالۍ کې ماتې وخوړه چې په دې ډول له استرالیا وروسته دویمه مخکښ لوبډله شوه.

همدا ډول انګلستان، هند او نیوزیلنډ لوبډلو په خپلو دوه سیالیو کې یوه بریا او په بله کې ماتې وخوړه، په دې لړ کې سویلي افریقا یوه بریا بله بې پایلې، پاکستان او ویسټ انډيز په یوه کې ماتې او بله بې پایلې او بنګلدیش لوبډلې یوه کې ماتې وخوړه او بله بې پایلې ختمه شوه.

په دې لړ کې سریلانکا یوازینۍ لوبډله ده چې دواړه سیالۍ یې ترسره کړې او په دواړو کې یې ماتې وخوړه.

یاده دې وي چې د نړیوال جام سیالۍ به رسما سبا د پنجشنبې په ورځ د مۍ په دیرشمه نېټه د انګلستان او سویلي افریقا له سیالۍ څخه وشي، دغه سیالۍ به د انګلستان په لنډن ښار اوول لوبغالي کې د ماسپښين په ۲ بجې پېل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close