دولتي چارواکي: طالبانو په یوه ورځ کې ۳۳ سرتیري ووژل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): دولتي چارواکي وایی چې طالبانو په غور، لوګر او زابل کې سرتیرو ته درنه مرګ ژوبله اړولي، د دوی په وینا ۳۳ سرتیری وژل شوي، ۱۱ ټپیان او ۴ نور یې ژوندي له ځان سره وړي.

د غور ولایت د والي ویاند عبدالحی خطیبي وایی چې طالب جنګیالیو پرون د دغه ولایت مرکز ته څیرمه د فیروزکوه په سیمه کې د پولیسو او اربکیانو پر یو شمیر پوستو خونړي بریدونه وکړل چې په وینا یې په ترڅ کې یې ۱۸ سرتیري ووژل شول او ۷ تنه نور ټپیان شول.

بلخوا د لوګر د ولایتي شورا مشر محمد ناصرغیرت وایی چې د دغه ولایت د برکي برک ولسوالۍ اړوند، د ملي اردو پر یوه پوسته وړمه شپه وسلوالو طالبانو برید کړی، چې په خبره یې، د ملي اردو ۵ سرتیري یې وژلي، ۴ زخمیان او څلور نور یې هم ژوندي له ځان سره وړي دي.

د نوموړي په خبره طالبانو له ځان سره د سپکو او درنو وسلو ترڅنګ له یادې پوستې څخه یو هاموي ټانګ هم بیولی دی.

بلخوا تېر ماښام ناوخته د زابل مرکز قلات ښار ته څیرمه د اومکي په سیمه کې دوو نفوذي بریدګرو په دوو پوستو کې خپل ۹ ملګري وژلي او په خپله یی ځان طالبانو ته په داسي حال کې رسولی چې د طالبانو په خبره ۲۰ میله وسله او ۲ رینجر موټر او نور مهمات یې له ځان سره وړي دي،

د زابل د ولایتي شورا یوه غړي چې نوم یې نه دی ښودلی؛ دا پیښه تأیید کړې او ویلي دي چې دا بریدونه د ګاګرۍ او کلالیو په نوم پوستو کې ترسره شوي، خو د تلفاتو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي،

بل خوا طالبانو د دریو واړو پیښو مسئولیت منلی او پخپلو خبرپاڼو کې یې دولتي ځواکونو ته تر هغي شمېري د زیاتو تلفاتو اړولو خبر ورکړی، کومي شمېري چې دولتي سرچینو منلي.

باید وویل شي چې دولتي ځواکونو ته د طالب جنګیالیو له لوري په یوه ورځ کې دومره لوی تلفات په داسي حال کې اوړي چې تازه په مسکو کې د طالب پلاوي او له حکومت بهر د افغان سیاسیونو ترمنځ بین الأفغاني غونډه روانه ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدګل اغابنوری
میلمه
سیدګل اغابنوری

داعسکر،ملیشه ، اونورفکری اوفزیکی ،قوتونه دی پدی پوه شی ؟چه دد ی مفسد ،ظالم ،فاحش ، کافر ،مسیحی څخه دفاع کول ،طرفداری ئی کول ،مرسته ورسره کول ،دملت اوهیواد سره ستره جفا اواوخیانت دی ؟ باوجود ددی چه اوس هرڅوك پدی پوه دی چه دانظام اودنظام کارکونکی ،داړه مار ،بد اخلاقه ،اودرنده حیوانات اوبی ناموسه ،بیغیرته ،موجودات دی . والسلام .

دوکتور غروال
میلمه
دوکتور غروال

واقعآ چی هم د کابل غلامان او هم طالبان غلامان د افغانستان ملت تباه لپاره په صدق سره د اخائينه وظیفه اجراکوی او بیا دواړه مردودی خواوی د افغانانو قتلونو باندی افتخار هم کوی د تاسو دواړو فجایع نه یوازی امریکا خدمت کښي بلکه د روسیی خدمت کښي هم په اوسنی مردود کنفرانس کښي ډیره ښه څرګندیږی !!!

جميل
میلمه
جميل

دا خو يی يوازی د دی دنيا جزا وه چی د کفارو او منافقينو په دفاع کی د مجاهدينو لخوا ووژل شول .
ولعذاب الآخرته اکبر .

مجاهد
میلمه
مجاهد

یو غروال چه زه پیژنم هغه خو دکتور نه وو، د تبصری ادبیات هم د دکتوری له کچی ښکته معلومیږی . مننه چه د کابل د غلامانو په غلامۍ خو ځکه قایل یاست چه هغوی هم په خپله غلامی قانع شوی ، خو هڅه لری چه طالبان هم له ځانه سره غلامان جوړ کړی ، په داسی حال کی چه د اشغال وخت یوه ډله خپلواکی غوشتونکی هم وی هغه ډله به همدغه د فیس بوک ګډی وډی لیکونکی وی ؟ چه ممکنه نه ده. نتیچه ګیری : کیدی شی تاسی ع او غ او لا د هغوی هماکاران او… نور لوستل »