افغانستان

طالبانو د مسکو ناسته کې د سولې شورا له مشر او د کابل له سفیر سره لیدنه رد کړه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، نن د مسکو د ناستې په دوهمه ورځ د افغان سیاسیونو او طالبانو تر منځ بین الافغاني غونډه کېدونکي ده خو د سولې شورا مشر «عبدالکریم خلیلي» او په مسکو کې د ګډ حکومت استازی «لطیف بهاند» د یادې غونډې برخه نه دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «دماسکو پروني غونډه د روسیې او افغانستان دسل کلنو دیپلو ماتیکو اړیکو په اړه وه، چي دکابل ادارې استازي هم پکي و خو نن به دبین الافغاني تفاهم په غونډو کي عبدالکریم خلیلي او د کابل ادارې سفیر نه وي.»

یاده دې وي په مسکو کې د ګډ حکومت استازي تر بین الافغاني غونډې ور هاخوا غوښتل تېره ورځ ماښام له طالبانو سره وګوري خو هماغه مهال یې هم لیدنه رد شوې وه.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» مسکو ته د طالب استازو د سفر په تړاو خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې، طالب استازي د حکومت او یا بل کوم رسمي ادرس له نمایندګانو سره نه ګوري بلکې هلته ګډون کوونکي ټول کسان د عادي افغانانو په حیث راځي.

د افغان حکومت له چارواکو سره رسمي مذاکرات نه کول د طالبانو د مذاکراتي پالیسی برخه ده چې د امریکا او نورو هیوادونو له ټینګار سره، سره یې لا هم نه ده بدله کړې.

د طالبانو په خبره دوی د مذاکراتو په بهرني بعد کې د امریکایي عسکرو په ایستلو کار کوي او ددې برخې تر بشپړېدو وروسته چمتو دي د افغانانو تر منځ د خپلمنځي مشکلاتو د حل په موخه له هغوی سره کېني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

بیانو نتیجه به یی څه وی، سوله که امنیت؟ یو څو قاتلینو سره کناستل او خبری کول په کومه معنی ورته بین الافغانی غونډه وایی؟ دا د پنجابی غلام څه کاره ده چی وای د حکومت کسان د پدی غونډه کی نوی. محقق پر سر میخونه در وټکول، کرزی ډ پښتنو عزت تر خاوری لاندی کړل، عطا نور هغه څوک دی چی د زخمی طالب پر سر یی مرمی خالی کړی، خلیلی هم تر هغو کم ندی. تاسی هغوی سره خبری کوی، بیا نو ولی مستقیمآ له حکومت سره خبری ولی نکوی؟ سهیل شاهین. د دی نوم سره می حساسیت… نور لوستل »

Karwan

بيوجدانه اجمل خانه، ستانوم نو له کومه دافغان او مسلمان دي. سهيل شاهين يو مسلمان پښتني نوم دي او ښاغلي شاهين دپکتيا دولايت داحمداباد دولسوالي اوسيدونکي دي. ځکه چه هغه پاک مجاهد مسلمان دي نو ستا دالري ورسره حساسيت دي. وخت مو کم پاته دي او الله ج به مو ژر وشرموي. کاروان

امارتي مجاهد

قل موتو بغیظیکم

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x