نظــر

ها د خړې حجرې طالب یو ځل بیا پر نړیوال سټیج

نور احمد نور

له قطره طالب استاځي ماسکو ته تللي دي او له افغانستانه هم مخورې څیري د بین الافغاني تفاهم لپاره ماسکو ته رسېدلي دي.

طالبان تېر ځل هم په ماسکو کې ښه و ځلېدل او دا ځل بیا هم په خپل اسلامي او افغاني لباس کې د خپل قوي موقف د دفاع لپاره هسکې غاړې په ماسکو کې را څرګند شول او د ( و انتم الاعلون) مصداق یې نړۍ ته وښود.

طالبان په اصل کې د خړو حجرو( کلیوالي مدرسو) لوستونکي دي، د وطن په خړو حجرو او سپیرو مساجدو کې درسونه لوستل او د طالب پېږندګلوي بس صرف هماغه د ګل بشرې او طالب جان د نکل په  کچه وه او له طالب سره صرف د مینې یو خیالي داستان تړلی و تر دې ورهاخوا چا طالب نه پېږاند.

خو کله چې د امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد په قیادت کې د طالبانو اسلامې تحریک پیل شو او طالب له امامت صغری څخه امامت کبری ته لوړ شو نو ډیر ژر ورته ټوله نړۍ متوجه شوه او د طالبانو اسلامې نظام یې د خپلې دیموکراسۍ په وړاندي خنډ وباله او په جمه واري یې د طالبانو نظام د پلمو په اساس ړنګ کړ.

کله چې د طالبانو نظام ختم شو نو د ډیرو له زړو څخه دا خبره ووتله چې طالب دې یو ځل بیا قیام وکړي او په خپل حیرانوونکي مقاومت دې نړۍ ته ځان وښيې حتی د طالبانو قیام اکثرو ته یو مسخره ښکاریده چې په حقیقت کې د اسبابو په دې مادي نړۍ کې رښتیا هم ناممکنه وه چې طالب دې بیا قیام وکړي،

ځکه له یوې خوا د نړۍ ستر قوتونه او د هغوی پر مختللې وسلې او بل لور ته تش لاسی طالب؛ چې رښتیا هم مقابله او پرتله یې ظاهرا تمسخر و.

په یاد مې دي چې د دوهم ځل قیام په اولنیو کلونو کې موږ د زابل په ارغنداب کې وو شپه او ورځ به امریکایې هلیکوپترې ګرځیدې، په مقابل کې له موږ سره صرف یو راکټ او یو څو کلاشینکوفونه وو چې هغه هم د زنګو له کبله له کاره لویدلي و.

مشر مو وویل: تیل خاک پیدا کړئ او دا ماشینان پکې واچوئ، دوه ورځې ماشینان په تیل خاکو کې پراته وو او بیا مو بشپړه ورځ د ریګ مال په توسط زنګ ترې پاک کړل نو په داسي یو نا انډوله مقابله کې نړیوال قوت ته ماتې ورکول رښتیا هم د اسبابو په نړۍ کې محاله برېښېده.

خو طالبان په معنوي لحاظ غښتلي وو، د الله جل جلاله په نصرت یې باور درلود او بیا دا دی همغسي وشول چې نړیوال سپر طاقت یې د غرور له هسکو راکوز کړ او په ننواتو سر شو. له طالبانو سره د خبرو میز ته کینوست او هغه طالبان چې د بشر له حقوقو یې محروم او په تور لیست کې داخل کړي وو له تور لیسته و ایستل.

او دادی نن بیا طالبان په ماسکو کې هسکې غاړې د خپل برم کیسې له نړیوالو سره شریکوي.

خو طالب ضد کړیو چې وار پار یې خطا دی او خپله راتلونکې تیاره ویني یو ځل بیا د میلونونو شهیدانو ارواوې را ننګولې او د ځان لپاره یې د طالبانو په وړاندې ډال ګرځولې دي د طالبانو دا کار د شهیدانو له وینو سره خیانت بولي او د افغانستان له اشغالي ادارې سره په نه خبرو یې ملامتوي، دا دواړه نقدونه که څه هم تېر وار ځواب شوي دي خو فیسبوکې اربکیانو یو ځل بیا تکرار کړي.

طالبانو په وار وار دا وضاحت کړی چې د کابل اداره د اشغال زیږنده ده او تر اوسه د اشغال په خاتمې خبرې رواني دي او د کابل اداره د دې خبرو وړتیا نلري د کابل ادارې نړیوال اعتبار خو له وړاندې لا له خاورو سره خاوري و خو دا دی  اوس یې خپل هغه څه نا څه اعتبار چې په خپلو فیسبوکي اربکیانو کې درلود؛ هم له لاسه ورکړی چې که د کابل ادارې په امریکایي سفارت کې د کلتوري آتشې مجید قرارفیسبوک پاڼه وکتل شي نو د کابل ادارې حقیقت به ټولو ته ښه واضح شي.

او پاته شوه دا خبره چې روسیه د افغانستان د کشالې اصلي لامل ده او د شهیدانو له وینو سره د خیانت خبره نو زما په ګمان که چا د متقی صاحب محترم خبري چې د روسیې او افغانستان د سل کلنو اړیکو په اړه یې وکړي؛ اورېدلې وي نو دا اشتباه به یې ختمه شوې وي، که بیا هم چا ته اشتباه وي نو زه فکر کوم چې هغه به هسي اشتباهي اواختلاطي فکر لرونکی وي.

خبره دا ده چې طالبان اوس الحمد لله په ډپلوماسي ښه بلد دي، د افغانستان راتلونکې ورپوري تړلې ده چې نړیوالو هم دا ځای درک کړی له ګاونډیو سره د تعامل او ښه راتلونکې لپاره اړینه ده چې طالبان هر ځای را څرګند شي او خپل موقف تر نړیوالو بالخصوص تر خپلو ګاونډیانو ورسوي تر څو په راتلونکي کې د یو باثباته او له امنه ډک اسلامې افغاني حکومت ته لار هواره شي.

لیري نه ده چې ها د خړې حجرې طالب به یو ځل بیا د اسلامي نظام، د هیواد د ښیرازۍ او سولې له پیغام سره راستون شي. و ما ذالک علی الله بعزیز.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x