ورزش

د نړیوال کرېکټ تر ټولو لوی جشن به سبا لندن کې پېل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوال جام جشن به سبا د پنجشنبې په ورځ د مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه د لندن په اوول لوبغالي کې رسما له شاندارو پرانېستو مراسمو وروسته د سویلي افریقا او انګلستان لوبډلو ترمنځ پېل شي.

د نړیوال جام لپاره ټولې لس لوبډلې اوسمهال په انګلستان کې موجودې دي چې د دوه ګروپونو پرځای به ټولې لوبډلې د یوې بلې پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي.

دا به د افغانستان لوبډلې لپاره دویم وار وي چې په نړیوال جام کې ګډون کوي، په نورو لوبډلو کې استرالیا چې د تېر کال نړیوال جام ګټونکې لوبډله ده، پاکستان، هند، انګلستان، ویسټ انډيز، سویلي افریقا، نیوزیلنډ، سویلي افریقا، سریلانکا او بنګلدیش لوبډلې شاملې دي.

په نړیوال جام کې به ټولې ۴۸ سیالۍ ترسره شي، له دویم پړاو وړاندې به هره لوبډله ۹-۹ سیالۍ ترسره کړي، چې له هغې وروسته به څلور لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار مومي او پایلوبه به په ۱۴م جولایي ترسره شي.

افغان لوبډله به د یاد جشن لومړۍ سیالۍ د جون میاشتې په لومړۍ نېټه د استرالیا لوبډلې پر وړاندې د شنبې په ورځ د کابل پر وخت د مازیګر په (۵:۰۰) بجې پېل کړي.

په نړیوال جام کې افغان لوبډله د استرالیا پر وړاندې ښه تاریخ نه لري، په تېر نړیوال جام کې استرالیا پر افغان لوبډلې په ۵۰ اورونو کې «۴۲۱» منډې جوړې کړې وې، چې تر دې دمه په کرېکټ نړیوال جام کې تر ټولو زیاتې منډې دي، خو په روان جام کې د افغان لوبډلې غوره توپ اچونه کولای شي له استرالیا څخه تېر بدل واخلي.

په همدې ډول به افغان لوبډله خپله دویمه لوبه د سریلانکا پر وړاندې په ۴م جون، نیوزیلنډ پر وړاندې په ۸م، سویلي افریقا ۱۵م، انګلستان ۱۸م، هند ۲۲م، بنګلدیش ۲۴م، پاکستان ۲۹م او د ویسټ انډيز پر وړاندې د جولايي په ۴مه نېټه ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x