نظــر

د مسکو مجلس او د طالبانو سیاسي لاسته راوړنې

 عبد الله احمدي

د روسیې او افغانستان تر منځ د سل کلنو ډیپلوماټیکو اړیکو یاد غونډه تېره ورځ د می میاشتې په ۲۸ نېټه د روسي حکومت له لورې د دې هېواد په پلازمېنه (مسکو) کې ترتیب شوې و چې د سیمي هېوادونو برسېره یې طالبانو ته هم رسمي دعوت ورکړ چې د طالب مشرتابه له لورې ومنل شو او د طالبانو د مشر د سیاسي چارو مرستیال او د سیاسي دفتر د رئیس ملا عبدالغني برادر په شمول ۱۴ کسیز هېئت تیار شو او د مسکو په لور و خوځېده. مجلس د روسیې او افغانستان د سل کلنو اړیکو په یاد لمانځه دائر شوی و، نو قانونا او اصولا د سیاسي روابط جوړښت د دولتونو او حکومتونو تر منځ کېږي دا چې دې غونډې ته د طالبانو ۱۴ کسیز هیئت دعوت شوی او د کابل حکومت څخه صرف نظر شوی په حقېقت کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل، دې حکومت ته مبارکي ویل او د کابل حکومت غیر قانوني ګڼل دي.

دې مجلس طالبانو ته په نړیواله سطحه قوت، مشروعیت او ارزښت ورکړ بالخصوص د ملا برادر په اشتراک او مشري کې د طالبانو ارزښت لا زيات شو.

د طالبانو لپاره یې څو مهمې لاسته راوړنې له ځان سره درلودې چې په لنډ ډول ورڅخه یادونه کوم:

لومړی: د اصولو په اساس دا لومړی رسمي ډیپلوماټیک سفر دی چې طالبان د یو هېواد او ملت د نماینده هیئت په حیث پکې برخه اخلي او هلته د سیمي د هېوادونو سره د افغانستان او سیمې د روانو ستونزو د حل او سر تاسري امنیت او د راتلونکې افغانستان په اړوند د ګاونډیو او نورو د اندېښنو د ختمولو په پار یو له بل سره نظرونه شریکوي.

دویم: طالبانو د افغان ولس په استازولۍ له تېرو ۱۸ کالو مسلسلې او سختې مبارزې وروسته ورځ تر بلې د هدف په لور خپله قافله نژدې کړې ده.

خپل تر ټولو سخت رقېیبان یې په کور دننه او بهر دواړو کې په خپل وجود او حکومت قانع کړل او میدان یې ترې یو وړ.

اوس د راتلونکې افغانستان د واکمن جهت په حیث د افغانستان او افغانانو د پرمختګ، سوکالۍ، امن او امنیت دپاره یې د سیمي په هېوادونو خپل مشروعیت او رسمیت منلی او د هغوی توجه یې هم د امریکایي ناروا اشغال د ختمولو په لور اړولې ده چې دا یو سمیزه اجماع د امریکا په مخالفت او د طالب په ملاتړ هم بللی شو.
دریم: د روسیې لخوا جوړې شوې غونډې ته د طالبانو دعوتول د غني د حکومت د زکندن او د طالبانو د حکومت او نظام اغاز بلل کیږي او هم مخکې له دې چې دا حکومت د افغانستان پر ارګ قابض شي د روسیې لخوا په رسمیت وپېژندل شو ځکه معمولا د دوو هېوادونو د اړیکو په یاد لمانځلو کې حکومتونه یا د هغوی استازې شرکت کوي.

څلورم: د غني د بانډ هغه پاته حیثیت هم له منځه ولاړ ځکه دا اداره په دې ورستیو کې د خپل مؤسیس او د سیمي د هېوادونو له سیاسي مجالسو لیری پاته شوې او په ځای یې طالبان ځای په ځای شوي دي.

پنځم: دا ځل د دې سفر امتیاز له نورو سفرونه سره واضح توپیر لري هغه په دې ډول چې طالبان د افغانستان د مظلوم ملت او هېواد په استازولۍ د رسمي نماینده (حکومت) په نوم برخه اخلي، چې د طالبانو لپاره د سیمي له هېوادونو سره د اړیکو نوی باب جوړوي.
شپږم: طالبانو د افغانستان د سولي او ثبات په مخکې مانع د اشغال شتون یاد کړ نو هغه هېوادونه چې غواړې له طالبانو سره ښه سیاسي روابط ولري په دې مسئله کې د طالبانو طرف جوړ شول ځکه هغوی پوهېږي چې د امریکا مجودیت د اشغال په بڼه د ټولې منطقې لپاره جدي خطر دی باید له طالبانو سره د دوی په دې اساسي مطالبه کې کافي مرسته وکړو.

اووم: د دې سفر بله ځانګړتیا له مخکینیو ټولو سفرونو څخه دا وه چې طالبانو د کامیابې ډیپلوماسۍ په لرلو سره امریکا دېته مجبوره کړه چې د مذاکراتي ټېم غړي باید د ملګرو ملتونو د تور لیست نه وایستل شي څو دې پروسه کې د خنډ عوامل ختم، ښه او ژر پرمختګ وکړي هغه و چې امریکایانو په نه زړه خو د مجبوریت په اساس ور سره ومنله، نو طالبانو په یوه ګذار دوه ښکاره وکړل هم یې په امریکایانو خپله خبره ومنله او هم یې د کابل حکومت د هغو چیغو او شکایتونو دروازه بنده کړه کوم چې به یې د ملګرو ملتونو سازمان ته د تور لیست په اړه وخت نا وخت د طالب چارواکو د سفرونو اړوند کوله.

لکن دا ځل د غني حکومت هیڅ هم نشي کولی چې د فشار په حیث ورڅخه استفاده وکړي او غونډه کم تأثیره کړي.

اتم: طالبانو خپل دښمنان په دواړو ډګرونو (نظامي او سیاسي) کې وټکول او میدان یې د ځان په ګټه راوګرځاوه.

څو کاله مخکې د طالب رقیب امریکا طالبان په خپلو کاذبو څرګندونو او ادعاوو کې دومره زیات بدنام، منفور او وحشي ګرځولي وو چې اصلا د سیمي او نړۍ هېوادونو نه غوښتل چې د طالب نوم واوري منل او په ملاتړ یې اواز پورته کول خو بیخي د نه منلو خبره وه.
نن ورځ هغه هېوادونه له طالب سره اړیکي جوړول او خبرې ورسره کول د ځان ویاړ بولي او کوشش کوي چې د افغانستان په استقلال، امنیت او ارامي کې له طالب سره مرسته وکړي.

دا ټول پرمختګونه طالبانو د خپل سیاسي او نظامي درایت او هلو ځلو له امله وکړل.

طالبان وتوانېدل خپله اصلي څېره، داعیه او هدف د منطقې هېوادونو او نړیوالو ته روښانه کړي د هغوی باورونه خپل کړي د راتلونکې افغانستان په هکله ډاډ ورکړي.

دې ټولو تحرکاتو، کوششونو، مبارزې او هلو ځلو د طالب لوی رقیب امریکا دروغجن، تېریګر او ظالم معرفي کړ او په وړاندې یې په مخالفت سیمیزه اجماع د ځان په ملاتړ جوړه کړه.

نهم: د طالب مشرتابه د سیاسي چارو مرستیال او د سیاسي دفتر د رئیس ګډون د مسکو په څېر غونډو کې د طالبانو مشروعیت او موجودیت په نړیواله سطحه نور هم قوي کوي او دې سفر ته یې ځانګړی قېمت ورکړ او هم یې نړیوال او د منطقې هېوادونو ته دا په نظر ورکړ چې موږ د اشغال په ختمولو او د سولې په راتګ کې بیخي زیات جدي او ریښتیني یو.

دسیمې او نړۍ هېوادونه هوا داره کوي چې د دې غورځنګ سره خپلې اړیکي قائمي کړي او د ګډو مؤخو لپاره چې جانبین یې لري په همغږۍ یو له بل سره کار وکړي.

لسم: په سیمیزه او نړیواله سطحه د کابل حکومت خپل هویت او رسمیت له لاسه ورکړی دی ځکه اوس خپلو نړیوالو او سمییزو دوستانو په رسمي ډیپلوماټیکو مجالسو کې بایکټ کړی دی او د دوی پرځای یې د افغانستان راتلونکې نظام او حکومت جوړوونکو ته توجه او پام اړولی دی.

یولسم: طالبانو وکولی شوای په لنډ ډول خو جامعو الفاظو د افغانانو ملي غوښتنه د نړیوالو او د سیمي هېوادونو ته ابراز او ښکاره کړي چې هغه سوله او د دې په مخ کې ستر خنډ اشغال دی چې باید لومړی دا له منځه یوړل شي.

دولسم: طالبانو د قطر د هغه بین الافغاني کنفرانس چې تېر افریل میاشت ۲۰ باندې ترتیب شوی و خو بیا د کابل حکومت د د ناغېړیو په کولو او د خنډونو د ایجادولو له امله لغوه شوی و په دې مجلس کې چې نن ۲۹ تاریخ په نظر کې نېول شوی دی جبران هم وکړ، چې دا په خپل ځان کې د غني د حکومت لپاره د مرګ په مانا دی.
طالبان باید د دا وړ سفرونو او مجالسو څخه د ځان، هېواد او ولس د پرمختګ لپاره په هره عرصه کې عظمیه او لویه استفاده وکړي.

په ځانګړې ډول په اقتصادي برخه کې د هغوی سره قراردادونه وکړي، د هېواد د بیا رغونې پروژې پلې کړي، هغوی وهڅوي چې دلته پانګونه وکړي ځکه دلته ۴۰ کاله خونړۍ جګړه شوې او لا هم په تېزۍ سره جریان لري، د هېواد هر څه وران شوي او چور شوي دي چې ودانول یې زیات کار غواړي.

دا راز طالبان باید خپل سیاسي فعالیت له هرې ورځې سره سم د هغې ورځې د حالتو او مقتضاؤ په رڼا کې جوړ کړي او بیا مناسب اقدام وکړي، د سیمي له هېوادونو سره باید پراخې دوه اړخیزي اړیکې جوړې کړي څو له دوی څخه د هېواد په ښېرازتیا کې لویه ګټه واخلې.

د منطقې، ګاونډیو او له نړیوالو هېوادونو سره باید د افغانستان سیاسي اړیکې چې په متقابل احترام بناء جوړې کړي.

دا ټول څه د افغانستان د راتلونکې اړتیا ده باید سالمه استفاده ځینې وشي.

تر ټولو مهم شی هغه دا ده چې طالبان باید په دې فکر وکړي او متوجې شي چې څنګه د امریکا او روسیې د مخالفت او سیالۍ څخه د خپل هېواد د استقلال، امنیت او پرمختګ لپاره د ولس په ګټه استفاده کولی شي.

ځکه دا دوه لوی قوتونه دي باید د دوی له خپګان او مقابلې څخه مناسبه او سالمه ګټه واخستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x