شعـــــرونه

غزل: راشد اشنا

 

 

راشد اشنا

ځان لولپه کاندي د اور له لمبو خوند اخلـــي

څولېوني شته چې له خپلو دردو خوند اخلي

د زړۀ دنیا مې ستا په دېرشو سِپارو ودانــه
ژبه مې هم ستا له یو کم سل نَمو خوند اخلي

زلیخا سپینې کړې په لار له انتظاره سترګـې
أخ د یوسف د آس د پښو له ګردو خوند اخلي

څښتنه ستا د مینې شور یې دی رګو کې ژوندی
سپین مړوندونه له درَنو زولنو خوند اخلي

میندې یې بورې شه واړۀ بچي یې وژړېږه
څوک چې زموږه د یتیم له سلګو خوند اخلي

شهیده یو زخم نه سل درسره ښکلي ښکاري
حورې دې هم له ګلابي پرهرو خوند اخلي

په قصد خپه غوندي شي ورک یې شي د مینې سلام
راشد دِت لـه شـکایـت او ګـیـلـو خـونـد اخـلـي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
hazratali

ډیر ښکلی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x