نظــر

مسکو سره د افغانستان د سل کلنو ډيپلوماتيکو اړيکو نمانځل

خیر الله شینواری

د هيوادونو او ولسونو ترمېنځ دښمني او دوستي ابدي نه وي او بيا په سياست کې خو دا قاعده بيخي ځای نلري، افغانانو له روسانو سره له اتيايمې لسيزې وړاندې ښې اړيکې لرلې خو وخت داسې راغی چې روسان د قدرت په نېشه مست شول، د پوځ، اقتصاد او ځواک خاوندان شول او د متقابلو اړيکو او درناوي له دائرې ووتل، د ګرمو اوبو په لالچ کې يې پر افغانستان حمله وکړه او د افغانستان د خلکو د خپلواکۍ، ارادې، ارضي تماميت واک او اختيار د غصبولو ناکامه هڅه يې پيل کړه، افغانانو يې په ټينګه مقابله وکړه او بلاخره يې ماته ورکړه، هغه وخت امريکا د افغانانو مرسته پدې کوله چې روسان ددوی حريفان وه، د ګټو شراکت ددې باعث وه چې د افغانانو مرستې ته امريکا راودانګي او افغانستان کې د مجاهدينو ملاتړ وکړي، اوس افغانانو جهاد د امريکا لپاره نکاوه بلکې جهاد يې خپله الهي فريضه ګڼله چې پر مټ يې د خپل هيواد د ارزښتونو د تحقق لپاره مبارزه کوله، که امريکا وای که نه وای افغانانو دا کار کاوه.

وخت داسې راغی چې امريکا په افغانستان حمله وکړه او د همدې حملې لپاره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په چوکاټ کې روسانو مثبته رايه ورکړه، امريکا د افغانستان د خلکو اراده سلب کړه، په افغانستان يې جګړه وتپله، په افغانانو يې ظلمونه پيل کړل، جنګي جناياتو ته يې مخه کړه او وحشتونه يې د هيواد ګوټ ګوټ ته ورسېدل، په پايله کې طالبانو په تک تنها ځان اتلس کاله له امريکا سره پداسې حالت کې ووهله چې همدا روسان، چينايان او حتی ايرانيان د طالبانو پر ضد جګړه کې د طالبانو پر ضد وه، خو د وخت په تېرېدو سره د امريکا پاليسيانې په افغانستان کې ددې باعث شوې چې د امريکا سيمه ايز ملاتړي هم بلاخره د امريکا مخالفت ته ملا وتړي او تر دې هم يو قدم وړاندې د طالبانو سياسي ملاتړ ته راودانګي، طالبانو نن روسانو ته په روښانه ټکو وويل چې پخوا مو غلطي کړېوه او د خپلو غلطيو پايلې مو وليدې، حال دا چې له کابله د مجاهدينو په نامه لسګونه کسان تللي وه خو يوه هم په دومره صراحت د شوروي اتحاد تېری و نه غانده لکه طالبانو چې وغانده، چې خبره رانه اوږده نشي طالبان په سيمه کې د امريکا له رقيبانو سره د متقابلو ګټو په اساس اړيکې پالي او سبا شايد همدې امريکا سره پياوړې ډيپلوماتيکې، سياسي او اقتصادي اړيکې ولري خو هغه وخت چې امريکا په افغانستان کې د روسانو په شان خپل نظامي او استخباراتي رول پای ته رسولی وي، دا يو اصل دی او د همدې له مخې ولسونه او هيوادونه خپلې اړيکې او تعاملات مخته وړي.

په اخيره کې هغو نادانو ته چې د ليسانس او ماسټرۍ په کچه زده کړې لري له خدايه عقل غواړو چې د عقدې له مخې د روسي ژورنالستانو سره د طالبانو انځورونه کښته پورته کوي، او طمع لري چې طالبان په پردي مسکو کې خپل شرايط وضع کړي، دا عقديان يواځې همدا کولی شي او بس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x