افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د امنیتي ځواکونو د غوښې په قرارداد کې ۶۶۰ میلیونه افغانۍ فساد شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، یوازې د یوه کال په دوران کې د امنیتي ځواکونو د غوښې په قرارداد کې ۶۶۰ میلیونه افغانۍ اختلاس شوی چې په تړاو یې ۲۲ کسان نیول شوي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د امنیتي ځواکونو د غوښې قراردا د د «شجاع ابدره» او « حامد» په نوم له دوو شرکتونو سره لاسلیک شوی وو چې بشپړ قیمت یې یو میلیار او سل میلیونه افغانیو ته رسید.

راپور وړاندې زیاتوی، د یاد ارزښت له ډلې په تېر یوه کال کې ۶۶۰ میلیونه افغانۍ چې له ۷.۵ میلیونه ډالرو سره معادل دي؛ اختلاس شوی چې په تړاو یې پولیسو د کورنیو چارو وزارت یو شمېر چارواکي او د قراردادي شرکت کارکوونکي نیولي.

د راپور له مخې، د شرکت کارکوونکو د کورنیو چارو وزارت له جعلي مهر څخه استفاده کوله او د پولیسو مرکزونو ته د لېږل شویو غوښو څخه یې څو چنده اضافه رقم په کورنیو چارو وزارت پسې حواله کاوه.

په تورنو کسانو کې د کورنیو چارو وزارت د لوجستکي برخې سرپرست او د مالي برخې آمر هم شامل دي.

پولیسو د افغانستان له لویې څارنوالۍ غوښتي څو په تورنو کسانو باندې د سفر بندیز ولګولي.

یاده دې وي چې، دا لومړی ځل نه دی چې د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو اعاشه د چارواکو له لوري اختلاس کېږي، تر دې وړاندې هم په بېلابیلو قراردادونو کې د پراخ فساد او اختلاس راپورونه ورکول شوي خو، عاملین یې لا هم د قانون منګولو ته نه دي سپارل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x