نظــر

مسکو ته د طالب پلاوي تر سفره

رحمن اللہ راز

اکثر هېواد وال وینم چې مسکو ته د طالب پلاوي سفر لۀ منطقه لېرې د کلي او کوڅې په دلایلو ردوي،لۀ بده مرغه!
دا کار فقط تر نالؤستو خاص ندی،بلکې د حساب خلک م پدې ماشومانه لوبه ؤرګډ دي،نۀ پوهېږم ټول یې دا کار شعوري کوي که فقط همدا د حساب خلک هیوادوال ړاندۀ ویني،

ځه خیر!
راځۍ دا به زده کړو چې هیوادونه لکه د کلي په سویه دوستي او دوښمني نۀ که،،هیوادونه کله م لۀ ګټې مخ نۀ اړوي،جاپان او امریکا نۀ وینۍ؟همدا جاپان یو ؤخت د امریکا لخوا د اټومي بمبارد ښکار شو،خو نن یې چې ګټې شریکې دي دواړه غوره دوستان دي،چا م جاپان ته د هغوی د وینې لۀ دوښمن سره ددوستۍ پیغور ؤرنکړ،ؤر یې کړ؟

راځۍ یو څو مثالونه به د خپلې ځمکې(خپل هېواد)م ؤرکړو،دا اوسنی سټراټیژیک/ددوی په اصطلاح دلته د ترهګرۍ ځپونکی هېواد انګلستان تېر ؤخت کې زموږ دوښمن نۀ ؤ؟ټوټې ټوټې یې نکړو؟راکړي زخمونه یې لا تر اوسه روغ دي؟

خو وګورۍ نن د همدې هېواد عسکر دا اتلس کاله کیږي چې دلته دېره دي،تاسو کې چا وویل چې دا ابدي دوښمنان نن څنګه زموږ ملګري کیدای شي؟

هند سره د پاني فت جګړه مو هېره شي؟

درې لکه انسانان مو تې ؤژلي وو،خو نن هماغه هند موږ سره دوست هیواد بلل کیږي،چا هند ته دا د مصلحتونو په لوبه کې لکه تاسو غوندې ماشومانه پېغور ؤرکړ؟

که دولت د ؤخت لۀ دوښمنانو(برتانیا،هند،مسکو)سره دایمي ډیپلوماټیک روابط لرلی شي طالبان ؤلې یوه یا دوۀ ورځې د یوې حیاتي موضوع د حلؤلو لپار مسکو ته نۀ شي تللی؟
دا کوم انصاف دی چې موږ ته هر څۀ روا او هغوی ته هر څۀ ناروا؟
موږ خو م روس سره تېره جګړه کې ښکېل وو.

یو بل حماقت چې پرون ټوله ورځ ښۀ په شور سره ؤغږیدۀ دا ؤ،چې ؤلې طالبان لوڅ سر او لنډ کمیس روسي ژورنالېستې ته اظهارات ؤرکوي؟

صایبه اول خو روس ستا د پلار هیواد ندی چې هره چاره به ستا په خؤښه کیږي،دا د روسانو خپل ځای دی هر ډؤل کمیس چې آغوندي یا لوڅ سر ګرځي خپل کار یې دی،بل دا زده کړه چې مصلحت منل د عقل او حکمت لاره ده.

راځۍ اوس دېته راځو چې طالبانو ؤلې د مسکو شا نیؤلې؟
جواب!
دوښمنۍ کې معمول همدا دی چې دوښمن ته به د هغۀ د رقیب لاس نیسې،کټ مټ لکه موږ چې یو ؤخت د روس په مقابل کې د امریکا لاس نیؤلی ؤ،

دنړۍ ټولې جګړې همدا وایي چې سیمه کې د رقیبو قدرتونو لۀ رقابته باااید چې ګټه واخېستل شي!
همدا د ؤخت،سیاست،عقل او دین تقاضا ده،

اوس نو که دلته روانې جګړه کې تم کیږو نو وینو چې طالبانو ته یو لوی پُرست په لاس ؤرغلی،څو سیمه کې د رقیبو قدرتونو(روس،او امریکا)لۀ رقابته اعظمي ګټنه ؤکړي،نو ؤلې به یې مېس کوي؟کومه علمي،منطقي/شرعي توجیه ؤرته لرۍ؟

زما رایه خو دا ده چې طالبان نۀ باید داسې ؤکړي،البته داسې کوي م نه!

ځکه دا کار لۀ طالبانو سره سره د ټول هېواد یا په خاص ډؤل دسولې لپاره لۀ روانې پروسې سره پوره پوره مرسته کؤلی شي،

امریکا به ؤنۀ شي زغملی چې د روانې جګړې د بن بست کرېډېټ دِ د واشنګټن پر ځای مسکو واخلي،ؤبه ګورۍ چې خلیلزاد به تر پخوا په څو چنده زیاتې عجلې سره د مذاکرتي پړاو پای او په افغانستان کې تل پاتې سوله وغواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

وروره لومړی دي املا وانشا ښه زده کړه او بيا ليکني کوه او خوله دي هم سمه خوځوه. د خلکو رايو او نظرونو ته «له منطقه ليري، د کلي او کوڅې دلايل»، «ماشومانه لوبه» او «حماقت» مه وايه. ته نورو ته وايي:«راځۍ دا به زده کړو » ، «بل دا زده کړه» ته چي نورو ته دا بلنه ورکوی، نو ايا ته په خپله ډاډه يې چي ستا خپله دا خبري زده دي ؟! وروره لومړی خپله خپلي خبري ښه زده کړه او بيا يې نورو ته ور زده کوه . نوري خبري دي په دې نه ارزي چي پر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x