افغانستان

د امریکا سفیر: د ملي وحدت حکومت قانوني موده پای ته رسېدلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «جان بس» وايي، د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ملي وحدت حکومت قانوني موده پای ته رسېدلې.

جان بس چې له طلوع نیوز سره یې خبرې کولې وویل « د قانون له مخې د ملي وحدت حکومت کاري موده پای ته رسېدلې خو د سترې محکمې پریکړې ته باید احترام وشي».

بس زیاته کړه « که څه هم سترې محکمې د ملي وحدت حکومت موده غځولې خو په دې مهال باندې رامنځته کېدونکې ګمارنې د پوښتنې وړ دي، ایا وروستۍ ګمارنې ملي او د خلګو په خیر دي او که د حکومت دننه د مشخصو حلقو او یوه مشخص کاندید په ګټه؟».

د بس په خبره، د افغانستان ولسمشر او اجرائیه رئیس باید په دې پوه شي چې اوسنۍ غځول شوې موده ددوی د حکومت لپاره یوه فوق العاده دوره ده او باید د معمولي او عادي دورې په څېر ورته فکر ونشي.

د امریکا د متحده ایالاتو سفیر داسې مهال د ګډ حکومت د مشر له لوري په وروستیو ګمارنو باندې نیوکې کوي چې د ګډ حکومت قانوني کاري موده د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېته پای ته ورسېده چې؛ وروسته بیا د سترې محکمې له لوري یاده موده شپږ میاشتې وغځول شوه.

د افغانستان ګڼ شمېر سیاسیونو او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندانو ادعا وکړه چې حکومت مشر «قضايي نهادونه» تر سیاسي فشار لاندې نیولي او د خپل واک د غځولو پریکړه یې ورباندې تحمیل کړې.

ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو شورا لا هم ټینګار کوي چې ولسمشر باید ارګ پرېږدي او واک سرپرست حکومت ته وسپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د کابل غلامی اداری ته د حکومت نوم اخستل د حکومت نوم ته توهین دی. اشغال شوی هیواد کی حکومت، ټاکنی ، کابینه ، عدلیه ، اجراییه، د مشرانو او کشرانو جرګی او داسی نور دی اشغال شوی ملت پوری د اشغالګرو توهین او سبکاوی دی. بله مهمه خبره دا چه د عدالیی وزیر د وخت د غلام ریس خوښ شوی وزیر دی، یعنی مافوق نه دی ماتحت دی ، مافوق کولای شی فوق العاده بدلون رامنځته کړی نه ماتحت یعنی ریس باید د وزیر د وزارت دوره وغځوی نه دا چه وزیر د ریس د ریاست دوره وغځوی .دا… نور لوستل »

احمد

جالبه خبره داده چه ښاغلي (جان بس) د افغانستان پر اساسي قانون پوهيږي او واي چه د دوي د ګوداګيانو کُم عمل قانوني دي او کُم يو غير قانومي دي مګرم ځه ده ته حيران يم چه دوي په افغانانو يو خبيص حکومت تپلي ايا دا دغوي ته قانوني ښکاري؟ د دوي استوګنه په افغانستان او نورو اسلامي ملکونو کي ايا دا قانوني دي؟ د بيګناه او مضلومو خلکو وژل ايا دا دوي ته قانوني ښکاري؟ بلکل دا ناپوه خلک د خندا وړ خبري کوي. د الله نه جارشم چه ددي خلکو په هکله يي څومره ښه فرمايلي صُمٌّ بُكْمٌ… نور لوستل »

RAZMOHAMMED KAMAWALL

.we do,nt know what is duty of one ambasador
if united nation say some thing ok.but any embassey
have own duty.
afghans must be smart and united.
we afghans are making afghanistan play yard for america and russia.
too bad

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x