افغانستان

د مسکو ناسته؛ سبا د بین الافغاني ناستې ګډه اعلامیه خپرېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د مسکو ناسته نن دوهمه ورځ د افغان سیاسیونو او طالبانو تر منځ د روسیې او افغانستان د سل کلنو ډيپلوماټیکو اړیکو په پار د رابلل شوې غونډې په تعقیب ترسره شوه چې تمه ده سبا ورځ هم ادامه ومومي.

د سپوتنیک خبري اژانس په حواله، په پلان کې وه څو نن ورځ د بین الافغاني ناستې نچوړ د یوې ګډې اعلامیې له لوري خپور شي خو وروسته د ناستې په دوام او سبا تر ماسپښین وړاندې د ګډې اعلامیې په خپرولو توافق وشو.

د مسکو بین الافغاني ناسته چې طالبان یې د قطر د لغوه شوې بین الافغاني ناستې د جبران هڅه بولي، ګڼ شمېر افغان سیاسیون ورته بلل شوي.

غونډې ته نږدې سرچینې وايي، افغان سیاسیون غواړي د طالبانو او امریکا تر منځ د روانو مذاکراتو په تړاو خپلې اندېښنې له طالبانو سره شریکې کړي او هغوی ته د اختر په لومړیو ورځو کې د اوربند وړاندیز وکړي.

بل لور ته په مسکو کې د ګډ حکومت استازی « لطیف بهاند» له هڅو سره، سره لا هم ندی بریالی شوی له طالب مشرانو سره وګوري، د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» د مسکو ناستې په تړاو خپره کړې اعلامیه کې وویل چې طالب مشران به کله هم د ګډ حکومت استازي خپل حضور ته نه مني.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر لیکلي « د مسکو په بین الافغاني ناسته کې د کابل ادارې استازی او د سولې شورا مشر وجود نلري».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

هر هغه څوک چه د انتخابولو حق لری یعنی چاته به مجلس کی د وڼدی اخستلو ااو نه اخستلو واک او اختیار لری هغوی لاس بری او د ملت اصلی بچیان او د اصلی نمایندګان دی

عبدالمالک همت

دا غوړي خو دلته ډېر ګران دي، خو لکه چي په خارج کي ډېر ارزانه او پرېمانه دي.

اجمل

کاش دا لاس بری په ټول افغانستان کی وای، په پردی کور کی بدماشی کول کوم افتخار ندی بلکه هغه خپل اصلیت ښودل دی او بس.

اجمل

د سولی کلی د نورو په لاس کی ده نه د طالبانو او نه هم د حکومت سره. د قطر د خیټورو ملایان غونډه له کمونیستانو او غرب زده ګانو سره به هیڅ کله یوه مثبته پایله ونلری. خوسی وخت ضایع کول دی او بس.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x