افغانستان

ډانفورډ: له طالبانو سره د مذاکراتو ترڅنګ به د «تروریزم» ځپلو پروسه روانه وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د لوی درستیزانو د کمېټې رئیس جنرال «جوزیف ډانفورډ» وايي، له طالبانو سره د مذاکراتو تر څنګ به په افغانستان کې د تروریزم په وړاندې مبارزه روانه وي.

د امریکايي ورځپاڼې «واشنګټن پوسټ» د راپور له مخې ډانفورډ دغه څرګندونې تېره ورځ په امریکا کې وکړې، نوموړي وویل « د امریکا متحده ایالات او متحدین په افغانستان کې دداعش په ګډون د ټولو هغو تروریستي ډلو د ویرې له امله چې په افغانستان کې د پښې ایښودلو ځای لټوي، له تروریزم سره خپله مبارزه روانه ساتي».

نوموړی وړاندې زیاتوي  « له تروریزم سره مبارزه به د طالبانو له لوري د ټولو بهرنیو عسکرو د ایستلو له غوښتنې سره سره روانه وي».

د ډانفورډ په خبره « هیڅوک دا توصیه نه کوي چې امریکايي ځواکونه دي د تروریزم ځپلو په برخه کې د خپلو موخو تر ترلاسه کولو وړاندې افغانستان پرېږدي او نه دا موضوع د مذاکرې وړ ده».

جوزف ډانفورډ په داسې یو وخت کې په افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور په اوږدېدو ټینګار کوي چې، له طالبانو سره د امریکایي لوري په مذاکراتو کې د امریکايي مذاکراتي ټیم مشر «زلمي خلیلزاد» ادعا وکړه چې د امریکايي ځواکونو د ایستلو په موضوع یې له طالبانو سره په مذاکراتو کې پرمختګ کړی.

په ورته وخت کې، د امریکا د نظامي حضور د اوږدیدا خبرونه داسې مهال ورکول کېږي چې د طالبانو په شمو ل ګڼ شمېر هیوادونه په افغانستان کې د بهرنیانو د حضور پای ته رسېدل ددې هیواد د ثبات لپاره اړین بولي، تېره ورځ په مسکو کې په طالب استازو سربېره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» ټینګار وکړ چې ټول بهرني ځواکونه باید له افغانستان څخه ووزي.

د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر «ملا برادر اخند» هم د اشغال شتون د سولې په وړاندې تر ټولو ستر خنډ وباله او د سولې د راتګ لپاره یې ددې خنډ لیرې کېدل اړین وبلل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

چی درواغ وائی ادې ئی…..؟
البته امریکائی په ادی مدی ندی بند.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x