افغانستان

ترکیې په ناکامه کودتا کې په لاس لرلو تورن د« ناسا» انجینر خوشی کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د ترکیې هیواد له څه باندې دوه کاله زندان وروسته د امریکا د متحده ایالاتو د فضایي څېړنو ادارې «ناسا» پورې اړوند هغه انجینر ازاد کړی چې، د ۲۰۱۶ میلادي کال په ناکامه کودتا کې د لاس لرلو تورونه ورباندې وو.

سیرکان ګولګي د ۲۰۱۶ میلادي کال په جون میاشت کې د ترکیې هیواد په پلازمېنه «انقره» کې، ددې هیواد په ولسمشر «رجب طیب اردغان» باندې په ناکامه کودتا کې د لاس لرلو  او له ترکیې څخه د تبعید شوي مشر «فتح الله ګولن» سره د اړیکو پاللو په تور ونیول شو چې تېره ورځ له دوه کاله  بند تېرولو وروسته خوشی شو.

د امریکا د متحده ایالاتو دبهرنیو چارو وزارت او د ګولګي کورنۍ له بند څخه د نوموړي د خلاصون خبرونه تائید کړي، د بهرنیو چارو وزارت ویاند په همدې تړاو د ترکیې له پریکړې هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په نوموړي باندې لګول شوي تورونه به له نږدې وڅېړل شي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د ترکیې له لوري دګولګي زنداني کېدو ګڼ جنجالونه راپارولي وو، تېره میاشت د امریکا د مشرانو جرګې دوو غړو له خپل حکومت غوښتي وو څو د ګولګي د زنداني کېدو په بدل کې په ترکي چارواکو بندیزونه ولګوي.

د ترکیې ناکامه کودتا چې شاوخوا دوه کاله وړاندي د ترکي چارواکو له قوله ددې هیواد د یوه تبعید شوي مشر «فتح الله ګولن» له لوري د «رجب طیب اردغان» په مقابل کې ترسره شوه، په تړاو یې د حکومتي ادارو او بهرنیو هیوادونو سلګونه کسان ونیول شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x