افغانستان

بادغيس: د بالامرغاب ولسوالۍ د دوهم ځل لپاره د طالبانو لاس ته ولویده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹غبرګولي، ۱۳۹۸ل): راپورونه وایی چې د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالي مرکز یوځل بیا د وسلوالو طالبانو لاس ته لویدلی، او دولتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي.
‎دا خبر په ولسي جرګه کې د بادغيس د خلکو استازی ضياءالدين اکازی هم تأیید کړی، نوموړی وايي، تيره شپه طالبانو په بالامرغاب ولسوالۍ او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل چې تر نن ورځې پورې يې دوام درلود.
د اکازي په وينا، د طالبانو په بريدونو کې 10 کومانډو عسکر وژل شوي، 11 تنه نور ټپيان دي، اکازي زیاته کړې چې په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
بلخوا د بادغيس د والي وياند هم دومره ویلي چې پر یاده ولسوالۍ د طالبانو له لوري خونړی شوی، خو نور یې په اړه جزیات نه دي ورکړي.
شمشاد تلویزون ته هم امنیتي سرچینو منلې، چې تيره شپه په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ درنه جګړه شوې چې په پايله کې يې دولتي عسکر د ولسوالۍ پريښودو ته اړ شوي او د سيند بلې غاړې ته د ملي پوځ کنډک ته ورغلي دي.
په سیمه کې طالب قومندنانو هم ویلي چې ولسوالۍ په مکمل ډول د دو لاس ته لويدلې په وينا يې په جګړه کې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی وسلې او مهمات یې په غنیمت نیولي، خو د طالبانو ویاند لا دمګړی جزیات نه دي ورکړي.
د یادوني وړ ده چې طالبانو څه باندي یوه میاشت وړاندي هم دغه ولسوالۍ نيولې وه، لسګونو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه، او تر سلو زیات سرتیري طالبانو ژوندي نيولي وو، چې وروسته يې بيا د تضمين اخيستلو په بدل کې خوشې کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x