افغانستان

ولسمشر غني د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته ولاړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «محمد اشرف غني» د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په عربستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو په څوارلسمه غونډه کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته روان شو.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، ولسمشر غني به په ناسته کې د ګډون تر څنګ د عمرې مراسم  ادا او د ملک سلمان بن عبدالعزیز له لوري په برابره شوې میلمستیا کې به ګډون وکړي.

د اسلامي همکاریو د سازمان څورالسمه ناسته چې تمه ده سبا ترسره شي، د افغانستان د وضعیت او سولې په تړاو بحث ته هم پکې وخت بیل شوی.

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړي استازي « افنی بوتسالی» څه موده وړاندې د یاد سازمان په څوارلسمه ناسته کې د افغانستان په وضعیت د بحثونو ترسره کېدو خبر ورکړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x