افغانستان

کابل: د پوهنتون دروازه کې چاودنې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د کابل ښار پنځمي امنیتي حوزې اړوند، قمبر څلورلارې ته څېرمه د مارشال محمد قسیم فهیم په ملي دفاعي پوهنتون باندې چاودنې شپږ کسان وژلي او شپږ نور ټپیان دي.

د کابل د پولیسو ویاند «فردوس فرامرز» برید او په پایله کې یې ۱۲ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتلو خبر تائیدوي.

د نوموړي په وینا، مرګ ژوبله وروسته تر هغه رامنځته شوه کله چې یو ځانمرګي بریدګر د لومړي قراول په دروازه کې په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

فرامرز ادعا کوي چې، برید کوونکي غوښتل پوهنتون ته دننه ولاړ شي خو د لومړۍ دروازې د ساتونکو له لوري تر پېژندل کېدو وروسته یې په ځان پورې تړلو توکو ته چاودنه ورکړه چې د مرګ ژوبلې لامل شوه.

دا لومړی ځل نه دی چې د مارشال قسیم فهیم نظامي پوهنتون د برید هدف ګرځي، تر دې وړاندې هم په یاد مرکز دوه خونړي بریدونه شوي وو چې درنه مرګ ژوبله یې درلوده.

یاده دې وي چې تر اوسه چا د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x