نړۍ

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی «محسن داوړ» د پولیسو له لوري ونیول شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): په شمالي وزیرستان کې د فوځ او پښتون ژغورنې تر منځ له لانجې وروسته د یاد غورځنګ مخکښ غړی «محسن داوړ» د پولیسو له لوري نیول شوی.

د پاکستاني تلویزون «جیو» د راپور په اساس، محسن داوړ د پولیسو تر پرلپسې څارنې وروسته نن په شمالي وزیرستان کې ونیول شو.

راپور وړاندې زیاتوي، محسن د شمالي وزیرستان اړوند خړ کمر نومي سیمه کې د فوځ په یوې امنیتي پوستې باندې له خپلو ملګرو سره په ګډه په برید کولو تورن دی.

د راپور له مخې، په یاد برید کې د فوځ پنځه سرتېري ټپيان شوي.

یاده دي وي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دا مخکښ غړی د فوځ او پښتون ژغورنې غورځنګ تر منځ له لانجې څو ورځې وروسته نیول کيږي.

د رواني میلادي میاشتې په ۲۶ نېټه په خړ کمر نومي سیمه کې د پاکستان فوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ په کاروان ډزې وکړې چې په پایله کې یې ۸ کسان ووژل شول او تر ۴۰ پورې نور ټپيان شول.

فوځ ادعا وکړه چې د محسن داوړ په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ددوي په امنتیتي پوسته برید وکړ چې په ځوابي ډزو کې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ دا ادعاوې ردوي، د غورځنګ د مشر په وینا، ددوی له کاروان سره هیڅ اسلحې شتون نه درلود او نه يې په فوځ باندې د حملې اراده کړې.

هېره دې نه وي چې، په محسن سربېره ددې غورځنګ یو بل مشر «علي وزیر» هم د یادې پېښې په تور تر دې دمه د پولیسو په توقیف کې دي، په ټولنیزو رسنیو باندې د علي وزیر خواخوږو ادعا کړې چې نوموړی د پولیسو له لوري سخت شکنجه شوی او په وهلو کې یې پښه ماته شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

all pashtoons must stand up against punjabi establishment.
how long will pashtoons killing.
how long pashtoons will be under punjabi funishment.
we have to think about it.
punjabi force treat pashtoons under name of islam.
but keep pashtoons uneducated,poor far from family in middle east.
in the world life is not like that.
PTM is fighting for us for our rights,we pashtoons have to support ptm.
thank you

RAZMOHAMMED KAMAWALL

punjabi establishment must know what you do with pashtoons
you will deserve that too.
soon
insha al lah

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x