نظــر

طالبان له نړۍ سره د اړيکو اصلي محور

م عطاءالله مبارز

د روان ميلادي کال د مۍ د مياشتې په۲۸ مه نيټه د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغانستان او روسیې د سیاسي اړیکو د سلمې کلیزې په ویاړ یوه غونډه ترسره شوه، یادې غونډي ته د اسلامي امارت سياسي مرستيال ملا غبدالغني برادر، قطر هيواد کې د اسلامي امارت د سیاسي د فتر غړي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ ځينې افغان سیاستوال په رسمې بلنه وربلل شوي وو.

که څه هم د ډاکټرغني په مشرۍ د کابل د موجوده نظام په نمايندګي په غونډه کې د سولې شوری مشر کریم خلیلي او مسکو کې د افغانستان سفير لطیف بهاند هم ګډون کړی و، خو د کابل د رژيم ګډون ډېر کم رنګه و او د رسنيو توجه هم د اسلامي امارت د استازو په پرتله حکومتي استازو ته په هيڅ حساب وه.

غونډې ته د اسلامي امارت سیاسي مرستیال ملاعبدالغني برادر په خپلو لنډو خبرو کې وویل چې طالبان سوله غواړي خو لومړی باید د اشغال په ګډون د سولې د راتګ په لاره کې ټول خنډونه له منځه یووړل شي، نوموړي په خپلوخبرو کې د روسیې له هیواد څخه مننه وکړه چې د غونډې په جوړیدو کې یې همکاري کړې، بيا د طالبانو د مشرتابه د دفترمشر او مهم طالب سیاستوال ملا امیرخان متقي د روسیې او افغانستان د سیاسي اړیکو د سلمې کلیزی په مناسبت د اسلامي امارت رسمي اعلامیه د غونډي ګډونوالو ته واوروله.

متقي صیب په خپلو خبرو کې یادې اړیکې په درې برخو وویشلی، د یادو اړیکو تاریخي شاليد ته یې کتنه وکړه او زياته يې کړه چې اسلامي امارت په راتلونکي کې له روسیې او ټولې نړۍ سره د داسې اړیکو غوښتونکي دي چې په متقابل احترام بنا وي.

اوس نړۍ وال پوهیږي چې د کابل رژيم منزوي شوی او په مقابل کې یې اسلامي امارت په نظامي او سیاسي ډګر کې برلاسي دي؛ نو ځکه اوس افغانستان سره د نړۍ والو اړيکو اسیاسي محور اسلامي امارت دی او راتلونکی نظام به د اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې راځي او نړۍ وال مجبور دي چې سر له اوسه طالبان د یوسیاسي خوځښت په توګه ومني.

افغان اولس چې د امریکایي اشغال له پیله ترننه د اشغالګرو او د دوی د بې ضمیره اجیرانو لخوا سخت ځورول شوي، طالبانو ته د نجات د پریښتو په نظرګوري او د موجوده ستونزو څخه د خلاصیدو سترګې یې ورته اوړي.

ټاکل شوې ده چې د مۍ مياشتې په ۲۹ مه نيټه هم د اسلامي امارت د استازو او افغان سياسيونو ترمنځ د راروان نظام او سرتاسري صلحې په هکله خبرې دوام وکړي؛ خو په دې خبرو کې د کابل د رژيم په استازيتوب څوک ګډون نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مبارزهس صاحب! مرګ او زوندی دی د ایمان سره ملتیا ولره ! لیکنه دی په عینی حقایقو تکیه لری زه به هم څه ورسره زیات کړم او هغه دا چه : رحمان بابا وایی [ هر پیوند د خپل پیوند سره جوړیږی په نارنج کی می انار لیدلی نه دی ] طالب مجاهدین او جهادی مشرتابه یی خپلواکان او د کابل غلامی اداری ټول په ځانګړی ډول لوړپوړی چارواکی او په تیره بیا کرزی او غنی لوی غلامان چه له پلرینی او نیکینی د یهودو او عیسویانو غلامان دی او د امریکایی او ناتو ټانکو او الوتکو سره یو ځای… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x