cant sleep

ایا د شپې مو خوب ګډوډ دی؟ دا یې لامل دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): خوب د انسان په بدن کې د هر نوعې ناروغۍ سره اړیکه لري، که چیرې مو خوب کم یا نارامه وي د یو شمېر نورو ستونزو ښکار کیږئ، ددې لپاره په کار دي هغه لاملونه چې د شپې خوب مه ګډوډوي له منځه یوسئ.

د شپې لخوا د خوب ګډوډیدو یو شمېر لاملونه ښودل کیږي خو نوې څیړنې د شپې په خوب کې نارامي، د خوب نه راتلل او نورو ستونزو لامل ستاسې پر بستر باندې پروت مبایل یادوي.

د استرالیا په موناش پوهنتون کې څیړونکو موندلې چې د مبایل کمه یا تیزه رڼا په بدن کې یو هارمون د میلاټونین جوړولو چټکتیا سوکه کوي، ددغه میلاټونینو چټکتیا په ښه خوب کې مرسته کوي.

څیړونکو موندلې چې نه یوازې د مبایل رڼا، بلکې له خوب وړاندې کمپیوټر یا ټي وي ته کتل هم خوب له منځه وړي، دوی وایي چې آن د شمعې رڼا هم پر خوب منفي اغیز کوي.

په دې څیړنه کې له «۵۵» کسانو څخه پر خوب د رڼا اغیز په اړه پوښتنې ترسره شوې، په دې ازموینه کې وموندل شول چې که رڼا د نشت برابر هم وي په هر فرد کې د میلاټونین چټکتیا ۵۰سلنه کموي چې د خوب ګډوډلو لامل کیږي.

د شپې ښه خوب لپاره په کار دي چې بدن مو ارامه کړئ او له ذهني فشاره ځان وژغورئ، بهر تازه هوا کې قدم واخلئ، په نهاره خوب او ناوخته خوراک هم د خوب خرابوالي لامل کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د