ورزش

انګلستان د نړيوال جام پېل په بريا وکړ

نن ټکی اسيا (جمعه، ۹ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړيوال جام لومړۍ سيالۍ کې انګلستان لوبډلې سويلي افريقا لوبډلې ته د «۱۰۴» منډو په توپير ماتې ورکړه او د ياد جام لومړۍ بريا يې ثبت کړه.

د انګلستان او سويلي افريقا ترمنځ په دغه سيالۍ کې سويلي افريقا پچه وګټله خو د توپ اچونې پريکړه يې وکړه چې ناکامه ثابت شوه.

انګلستان لوبډلې د جيسن روی، جويي روټ، ايون مورګن او بين سټوکس په نيمه سليزو سويلي افريقا لوبډلې ته په ټاکلو «۵۰» اورونو کې «۳۱۲» منډې هدف وټاکه.

په ځواب کې د سولي افريقا پېل انديښمنونکی و چې په لومړي سر کې يې دوه ويکټې له لاسه ورکړې او هاشم امله د ټپي کېدو له کبله کښیناست، په دې سره د سويلي افريقا ټول لوبغاړي په ۴۰م اور کې د «۲۰۷» منډو په جوړولو وسوځېدل.

لکه څرنګه چې انګلستان لوبډله د ياد جام ګټلو لپاره تر ټولو غوره لوبډله ګڼل کيږي همدا ډول يې پېل هم په بريا وکړ.

د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی بين سټوکس شو، نوموړي په توپوهنه کې ۸۹ منډې جوړې کړې، په توپ اچونه کې يې دوه ويکټې واخيستې او په ډګر ساتنه کې يې په زړه پورې ريکارډي کيچ ونيوه.

د يادونې ده چې د نړيوال جام په دويمه ورځ به د پاکستان او ويسټ انډيز لوبډلې سبا د جمعې په ورځ د ماسپښين په دوه بجې د انګلستان ناتنګهم په ټرينټ برج لوبغالي کې مخامخ کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

هیر مو نه شی، کله چی دا لوبی ختمی سی موږ خبر کی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx