محمدیار او نورو سیکولرانو ته څو یادونې!

لیکنه : حسان شلګری

سیکولرانو!

څو ورځې مخکې مې چې کله خبر ولوست چې د ولسي جرګې لپاره له کابل څخه ستاسو کاندید اجمل هوډمن د هند په ګوا ښار کې ها د چا خبره (ټرک چپه کړی)  او له ازبکستانیو فاحشو سره په خلاصه واګه ګیر شوی، نو په زړه کې راتیره شوه چې راځه په دې موضوع یوه داسې مقاله ولیکه چې د سیکولرانو په رګونو د زهرو په شان ننوځي او لکه غومبس چیچلې ګاومیښه په ټوپونو یې کړي. ماته پته وه چې دغه سړی اجمل هوډمن ستاسو د پرې یار دی. تاسو ورته کمپاین چلاوه، د کابل په څو زره کاندیدانو کې مو تر ټولو وړ او لائق سړی باله او په فیسبوکي تبلیغاتو مو په خلکو وپيژاند. خو په دې اړه د لیکنې له ارادې وروسته مې بیرته چورت وواهه چې باید له سیکولرانو سره دښمني وکړو خو ناموسي حریم ته داخل نه شو. د دښمنۍ نور میدانونه هم ډیر دي. سیکولران که دښمنان هم دي، پرده یې په کار ده نو مې ځکه په دې خبره درنه ډبره کیښوده او تاسو باور وکړی چې یو حرف مې هم ورباندې ونه لیکه.

مګر په دې ورځو کې چې په ماسکو کې د بین الافغاني مذاکراتو کانفرانس جوړ شوی دی. طالبانو هم سولې ته د واقعي تعهد له مخې خپل د رهبرۍ خلک ورلیږلي دي. په دغسې کانفرانسونو کې د خبریالانو شتون او یا ورسره خبرې کول یوه طبعي چاره ده چې خلاصون ترې نشته.تاسو نامرده مخلوق چې له سره تر پښو د بې ناموسۍ او بې حیایۍ په نجاست لړلي یاست، په دې ورځ مو د پرده دارۍ او حیاء بیرغ پورته کړی او له ښځینه خبریالانو سره د طالبانو خبرې، یا په یوه صالون کې ورسره کیناستل ورپیغوروئ او دا د حیا او پت ساتنې له حدودو تیری بولئ.

نو چې خبره د حیا، پت ساتنې او ناموس دارۍ شوه، لطفا لاندې لیکنه تر پایه ولولئ چې د خولې خوند مو برابر شي.

سیکولرانو او د غفور لیوال د واګ بې واګې انډیوالانو!

حیا، غیرت، پت او ناموس داري شرقي او اسلامي مفاهیم دي. او تاسو چې د غرب په فلسفه مو ایمان راوړی او د دین په ځای مو د بې دینۍ ( سیکولرزم) لمن نیولې، درته نه ښایي چې په دې اصطلاحاتو تش تلفظ هم وکړئ. آیا موږ ته نه ده معلومه چې ستاسو په فکري قبله ( غرب) کې د حیا او ناموس دارې حالت څنګه دی؟ آیا د غربي کلتور او تهذیب معاصر سردمدار ( ډونالډ ټرمپ) له خپلې لور ( ایوانکا) سره په جنسي اړیکو نه دی تورن؟ آیا غربي کلتور د انسانیت نیمه برخه ( ښځې) د سپیانو، خنځیرانو او نورو ځناورو په منکوحو نه دي بدلې کړې؟ آیا فحاشي، wife swap، همجنسبازي او نور لچرتوبونه ستاسو د مطلوب غربي کلتور تر ټولو نږه او پیژندل شوي شعائر نه دي؟

نو تاسو چې د غربي بې دینه تهذیب د فکري رهنمایانو لکه (جان جاک روسو)، (مونتیسکو)، (هوبز)، (جان لاک)، (سپينوزا)، (ميرابو)، (داروين)، (کانت)، (سارتر)، (ماکياولي) (فروېد) (مارکس)، (نيچه)، (چرچل) او نورو مریدان یاست. همیشه په خپلو لیکنو او نشراتو کې د همدوی په افکارو شخوند وهئ، د همدغو بې دینانو فلسفې د نجات نسخې بولئ، نو بیا ځان ته په کوم مخ حق ورکوئ چې د هغې ( حیا او شرم) په اړه وغږیږئ چئ لوړ یاد شوي بې دینان یې رواني رنځ او د انسان د ترقۍ او اعتلاء(!) په وړاندې خنډ بولي.

که راشو ستاسو شخصیت، کردار او په خاص ډول ستاسو د سیاسي رهبر( اشرف غني) پنځه کلنې واکمنۍ ته، چې د حیا او ناموسدارۍ په برخه کې یې کوم ګلان کرلي دي، نو په لنډو ویلای شو چې ستاسو دغه وروستۍ پنځه کلنه واکمني د افغانستان په پنځه زره کلن تاریخ کې هغه شرمیدلې، پسته او پریوتې دوره ده چې زموږ تاریخ یې په شرمونو وشرماوه.

همدا اوس په رسنیو کې اوازه ګرځي او د اشرف غني په تر ټولو نږدې مشاور( جنرال رحمت الله احمدزی) شاهدي وایي چې دغه بې حیا مفکر له ارګ څخه رنډۍ خانه جوړه کړې ده. د ویدا ساغري په نوم وکیله وایي چې په رسمي اداراتو کې ورته ویل کیدل چې ( فقط یک ماچ بتی به ولسی جرګه راه پیدا می کني) د مریم وردګ په نوم د ارګ کارکوونکې وایي چې په ارګ کې د جنسي اړیکو په مقابل کې تقرر او ترفیع ترلاسه کیږي.

ستاسو په دې وروستۍ دوره کې خو مطبوعاتو هغه خبره هم ډنډوره کړه چې په دفاع وزارت کې د عسکرو له کونډو څخه جنسي رشوت غوښتل کیږي. د اشرف غني د مرستیال دوستم د لواطت، د جنرالانو د شنیعو ویډیوګانو او نورو روزمره رسواییو خبرې خو ایسته کیږده. موږ پوهیږو چې دغه څه تصادفي نه دي. ځکه تر اشرف غني وړاندې د کرزي په وخت کې ولې له ارګه داسې بدبویه خبرونه نه راوتل. دا خو ستاسو سیکولرانو او په خاص ډول د سیکولر اشرف غني کارنامې دي، هغه چې د حیا او شرف په نوم هیڅ شی نه پیژني. کرکټر یې د غرب له بې حیاء کلتور څخه پنځیدلی، نو ځکه یې په خپله واکمنۍ کې نه یوازې د ارګ بلکې د افغانستان نړیوال حیثیت ته دروند زیان واړاوه.

بې حیا سیکولرانو!

د دې په ځای چې طالب ته پیغورونه ورکړئ، لومړی مو خپل ګریوان ته سر ټیټ کړئ. چې څومره له خپل اصالت څخه پردي شوي یاست. هغه وطن چې د ملالې، نازو انا او زرغونې انا د پت او نجابت ټاټوبی و، تاسو یې د اریانا سعید په شان ډمه د کرکټ په نړیوال جام کې سفیره ټاکلې ده. ارګ چې د دې سرلوړي هیواد د عزت او صلابت سمبول و تاسو ترې د غربه زده بې حیاء نجونو او لشمکو هلکانو پنډ غالی جوړ کړی چې درګرده ترې د بې پتۍ ډډوزې پورته کیږي.

د طالب د عزت او حیا په اړه فکر مه کوئ. طالب هغه موجود دی چې په دې عصر کې یې ټول انسانیت ته د حیا، غیرت، پت او شرف درس ورکړی. د ماسکو په کانفرانس کې د طالب استازو سوچه سیرت او صورت، سنګین چلند، فطري وطني لباس او له درنښت او شرافت څخه مالامال وضعیت هغه څه وچې نړیواله میډیا یې مدهوشه کړه، نو ځکه یې په عکسونو نه مړیدل. طالب د ماسکو په کانفرانس کې نه یوازې خپل استازیتوب وکړ بلکې د افغانستان شمله یې هسکه کړه او نړۍ ته یې د دې متمایز او استثنائي ملت د شرافت او نجابت ثبوت ورکړ.

طالبانو په خپل حیاناک چلند، غض النظر، سنګینۍ، سوچه ږیرو، اسلامي افغاني لباس، درنو پګړیو او له شرافت څخه مالامال چلند سره نړۍ ته وښوده چې د بې دینۍ په دې عصر کې لا هم د دیانت بیرغ نه دی لویدلی. د بې پتۍ، ښویتوب او بې شرمۍ په عصر کې لا هم د شرافت،غیرت او حیا په شان سوچه فطري خاصیتونه چلښت لري او شته داسې میړني چې د بې دینۍ، لغړتوب او حیوانیت په معاصرو توپانونو کې د انساني سوچه اخلاقو توغونه رپاند ساتي او خپلو دیني، انساني او ملي تشخصاتو ته واقعي ژمنتیا لري.

نو سیکولرانو!

هغه د عربي ژبې متل دی وایي( اذا کان بیتک من زجاج، لا ترمی الناس بحجر) وایي که دې کور د ښيښو وي نو خلک په ډبرو مه وله. تاسو چې د بې پتۍ، بي غیرتۍاو بي حیایۍ په تاترین کې غوپې وهئ او په هره ګندګۍ لړلي یاست، هیڅکله چاته په دې اړه مشورې او پیغورونه مه ورکوئ. د دې په ځای چې طالب ته د مسکو کانفرانس ورپیغور کړئ، د خپل سیاسي رهبر د لوڼو پوښتنه مو وکړئ چې په حقه روژه کې په کومو بیچونو رغړي. او د خپل منتخب کاندید اجمل هوډمن د دوسیې پوښتنه مو وکړئ چې بالاخره تر کومه ځایه ورسیده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سید مسعود
میلمه
سید مسعود

شلګریه وروره الله ج دعزت خاوند کړه

عمرخالد منګل
میلمه
عمرخالد منګل

سیکولران د اوس ښه په غټو ټکو پوه کړل، که نه پوهیږی پوه شه چی بی لکۍ … دی.

عبدالله
میلمه
عبدالله

دا منم چی اشرف غنی وطن دوست او په اقتصادی برنامو کی یو وتلی شخص دی خو پرشاوخوا یی واقعیت هم زیاتره داسی خلک زه هم پیژنم چی دیر ضعیف الایمانه خلگ دی. دیری خلگ پر همدی ورسره جور هم نه دی.

عبدالباقي امان
میلمه
عبدالباقي امان

ماشاءالله، پر ګوتو مو برکت سه.

سنګین
میلمه
سنګین

وام په قلم دی برکت شه. په دی لېکنه دی منافقین سم ښکلی کړي.

Ahmed
میلمه
Ahmed

سېکېولر ته خبری؟
هعه هم ده رسوالله ص
ده اسلام؟
ده غېرت ده ننګ ده حېاء؟؟؟؟؟
وروره
خر به پوه کړی خو سېکېولر به په دی خبرو سر خلاص نه کړی
دا اشېاء په جواب نه ارزی
تا ته دی الله ج اجرونه درکړی

جميل
میلمه
جميل

سيکولر يعنی بی دينه او بی ايمانه .
د چا چی ايمان نه وی د حيا پوښتنه مه ځنی کوه .