کابل؛ پر بهرنیو ځواکونو سرتېری برید شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): نن سهار مهال د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند کابل بای سیمه کې د بهرنیو ځواکونو موټریز کاروان د یو موټر بم برید ښکار شو.

شمشاد د عیني شاهدانو له خولې وايي چې د بهرنیو ځواکونو جسدونه يې لیدلي او تر اوسه «غرمې» پورې لا هم سیمه د بهرنیو ځواکونو له لوري محاصره ده او څوک نږدې نه ور پرېښودل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي د بهرنیو ځواکونو له تلفاتو خبر نه دی، خو څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي، مګر د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي چې څلور تنه عسکر يې ټپیان شوي دي.

سرچینې د ټپي شویو سرتېرو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د برید مسؤلیت منلی او زیاته کړې يې ده چې د بهرنیو ځواکونه دوه لاڼدکروزر موټر يې بشپړ له منځه وړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي برید د صدیق په نوم د خوست اوسېدونکی کړی، چې پکې «د بهرنیو اشغالګرو ۲ لنډکروزر موټر ویجاړ شوي او ۱۰ تنه بهرني اشغالګر چې نظامي افسران هم په کې شتون لري وژل شوي دي.»

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د