افغانستان

هرات چارواکي: طالبان مو عسکر سر پورته کولو ته هم نه پرېږدي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د هرات ځايي پوځي چارواکي وايي طالبان مو عسکر پخپلو مورچلونو کې هم سر پورته کولو ته نه پرېږدي.

د هرات د عامه ساتنې درستیزوال طاهرخان وايي چې عسکر له سنګره سر پورته کړي طالبان يې «پر سر وولي.»

هغه په دې ولایت کې د اردو د تلفاتو وروستۍ پېښې ته اشاره وکړه چې د ده پر وینا ۱۶ تنو ته پکې مرګ‌ژوبله واوښته.

طاهرخان ويلي، طالبانو د اوبه ولسوالۍ په رباط اخوند سیمه کې شپږ تنه عسکر ووژل او ۱۰ نور يې ټپیان کړل.

نوموړي له ازادۍ راډیو سره خبرو کې وویل: «هغوی [طالبان] دوربین لرونکې وسلې لري، چې هر چا له سنګر سر اوچتاوه، هغوی ویشتل.»

دا په داسې حال کې دی چې تازه هرات ته څېرمه غور ولایت کې شاوخوا ۴۰ تنه اربکیان له جګړې لاس پر سر شوي او خپلې وسلې يې طالبانو ته پر ځمکه اېښې.

د شنونکو په باور د لوړ رتبه پوځي چارواکو کم پامي، د ولس او حکومت تر منځ فاصله او د دولتي ځواکونو له لوري قصدي ملکي تلفات هغه څه دي چې له دې ځواکونو يې د جګړې روحیه اخیستې او د خپل جنګیالي لوري پر وړاندې يې پښې رېږدېدلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x