غور؛ طالبانو ته تسلیم شوي اربکیان

غور؛ څلوېښتو اربکیانو طالبانو ته وسلې پر ځمکه ايښې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د غور په شهرک ولسوالۍ کې د یوې پراخې سیمې اربکیانو وسلې پر ځمکه ايښې او طالبانو ته يې د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي دي.

طالب ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې دې اربکیانو د قلندر، عبدالباقي، سعدالدین او محمد حسن په مشرۍ د سریلاخ سیمې په ۲۳ کلیو کې فعالیت درلود.

د سرچینې په وینا د ټولو تسلیم شویو اربکیانو شمېر ۴۰ تنو ته رسېږي، چې د ګڼو يې تصویرونه هم خپاره کړي دي.

تر اوسه د غور ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو طالبان د نظامي کمیسیون تر څنګ د دعوت او ارشاد په نوم کمیسیون هم لري چې د دولت وسله‌وال د مخابرو، ټلیفوني اړیکو، قومي مخورو او لیکونو له لارې له دندو زړه توري کوي او ډلې ډلې يې تسلیمۍ ته قانع کوي.Arbak-taslim-Ghor

د شنونکو په باور له تسلیم شویو عسکرو سره د طالبانو د مهربانۍ چلند د دې علت شوی چې د جګړې ډګر کې د عسکرو روحیه يې ځپلي او ډېری يې جګړه کې د وژل کېدو پر ځای ښه بولي چې ځان تسلیم او د لارې له کرايې سره یو ځای خپل کور ته سلامت ورسېږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د