مسکو ناسته؛ ګډونوالو د داسې غونډو د دوام غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): روسیه کې د دې هېواد او افغانستان تر منځ د سل کلنو ډيپلوماټيکو اړیکو د نمانځنې په موخه جوړه شوې غونډه کې طالبان او نورې افغان سیاسي څېرې هم برخه وال و.

دوی چې د پورته مراسمو له نمانځنو وروسته پخپلو کې هم سره کېنستي په پای کې يې لنډه شریکه اعلامیه خپره کړې او دواړو اړخونو خوښي ښوودلې.

پرون دغه اعلامیه د طالبانو پر رسمي ادرس خپره شوه، خو د دې تر څنګ د ګوندونو استازیو او غړو هم له غونډې خوښي ښوودلې.

د جمعیت اسلامي اجراییه مشر عطامحمد نور وايي د خبرو اترو فضا ډېره خوښوونکې وه او پر ګڼو موضوعاتو بحثونه په زړه پورې فضا کې ترسره شول.

د اعلامیې له مخې غونډه کې د ملکي وګړو پر خوندیتوب، د زندانیانو پر تبادلې، اسلامي نظام، اوربند، ځکمنۍ بشپړتیا او د ملي یووالي پر ټینګښت خبرې اترې وشوې.

د اعلاميې له مخې غونډه کې د دا ډول بحثونو پر دوام ټینګار وشو: «په دې دلیل چې ځينې مسائل د لا زیاتو بحثونو ایجاب کوي، توافق وشو چې د دا ډول ناستو لړۍ ادامه پیدا کړي او یاد مسائل د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې د ۵ مې او ۶ مې نیټو د توافقاتو پراساس په راتلونکي کې تر بحث لاندې ونیول شي.»

دې غونډه کې د سیاسي ډلو ټپلو استازي او غړي د حامد کرزي او د طالبانو پلاوی د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ګډونوال و.

د شنونکو په باور دا ډول غونډې ثابتوي چې طالبان د جګړې تر څنګ سولې ته ژمن او پر سیاسي پوهاوي باور لري.

د سولې په برخه کې فعال شفیع اعظم د طالبانو دریځ تقديروونکی بولي: «د طالب پلاوي امير خان متقي دا وينا ډیره تقديرونکې وه چې روسانو، ګاونډيو او نړيوالو ته یې واضح و ويل چې افغانستان سره راتلونکې اړيکې بايد په متقابل احترام وي. که د مداخلې فکر وي بيا نو د شوروي ماتې یې ښکاره بېلګه ده او بايد له تاريخ نه ټول عبرت واخلو.»

د دې غونډې شریکه اعلامیه:

په مسکو کې د سولې د بین الافغاني ناستې ګډه اعلامیه
بسم الله الرحمن الرحیم

موږ په مسکو کې د روان میلادي کال د می د میاشتې په ۲۸مه او ۲۹ مه د بین الافغاني ناستې ګډون کونکو، د روسيي فدراسیون د میلمه پالنې څخه په مننې سره د ټولو ناستو په ادامه د سولې په اړه په مهمو موضوعاتو ژور بحثونه وکړل.

په دې خبرو کې د ناستې ټولو ګډون کونکو تلپاتې سراسري سولې ته د رسیدو لپاره په مشترکې اعلامې تاکید کاوه.

د افغانستان د خلکو د سرنویشت د سولې او ثبات راتلونکو آرمانونو ته د رسیدو په اړه بحثونه وشول.

دواړو لوریو پر اوربند، د ملکي خلکو د ژوندانه په حفاظت، د بندیانو اړوند مسائلو، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پروتلو، د بهرنیو لاسوهنو پر بندولو، د اسلامي نظام په ټینګښت، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، د ملي وحدت پرتحکیم، د ښځو پر حقوقو او نورو مسائلو ګټور او ژغورونکي بحثونه وکړل.

دغه بحثونه د همکارۍ په روحيي او پشپړه دوستانه فضا کې ترسره شول، دواړو لوریو په مربوطو برخو کې د پام وړ پرمختګ وکړ، په دې دلیل چې ځينې مسائل د لا زیاتو بحثونو ایجاب کوي، توافق وشو چې د دا ډول ناستو لړۍ ادامه پیدا کړي او یاد مسائل د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې د ۵ مې او ۶ مې نیټو د توافقاتو پراساس په راتلونکي کې تر بحث لاندې ونیول شي. ومن الله توفیق

مسکو ـــ د کنفرانس تالار
۲۵/۹/۱۴۴۰هـ ق
۹/۳/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/5/30م

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
5 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

داسی غونډی صرف د ملایان نسونه نور هم غټه وی، د روسانو ډوډی خو بیا بله مزه لری چی ډیر زر د شکر او د لوړ فشار سبب ګرځی. ماته عجیبه داده چی د کابل نه کسان د اوربند چغی وهی خو د قطر څخه سپیځلی نورانی مفتیان د اوربند ضد دی او غواړی چی جنګ نور هم ادامه پیدا کړی. ولی طالبان د اوبند نه په ویره کی دي؟

جميل
میلمه
جميل

دا د خيټی او شهوت ملايان ندی لکه ستاسو درباری د کفارو غلام ملايان چی په پيسو او شهوانی ګوليو يی ځانونه خراب کړل ، دی مبارکو طالبانو شپږ کاله حکومت وکړ خو چا يی خزانی او بلډينګونه و نه ليدل خو ستاسو غلامان هر يو به يی په کال دوو کی مليونران شول .
دا چی ستاسو کرکه او دښمنی د اسلام او د هيواد سره ده خامخا به د غيرتی مجاهدينو څخه بد وړی .
پاک الله(ج) مو د هغو سره حشر کړه چی مينه ورسره لری .

اجمل
میلمه
اجمل

جمیل صیب سخت په غضب یی. (د ولادیمیر ایلیچ لینن په ټاټوبی کی د جهاد تیکه دارانو او د امیرالمومنین د لاری پلویانو غونډی سره د ولسی افغانانو ډیری هیلی تړلی وې). دلته د عکس ځای نشته کنه نو د سهیل شاهین صیب عکسونه د ښځو خبریانو سره څومره مزه دار دی. شاهین صیب وایی آیا دا به منطقی وای کچیری له ښخو سره می خبری نوای کړای. نه چیری منطقی ده و یی ګوره:
https://khabarial.com/archives/33078
الله دی راته ژونی لره.

جميل
میلمه
جميل

اجمل ! ستا او زما د نوم توپير په يوه الف او يا کی دی خو په عقيده او فکر کی ډير سره ليری يو ته به د طالب سيوری هم په توپک ولی خو زه يی د فدايی جانان د پښو خاوری لا پر تندی ايږدم . څوک چی الله(ج) ګمراه کړی د هغه لپاره لار ښوونکی نشته او څوک چی الله(ج) هدايت کړی د هغه لپاره بی لاری کوونکی نشته . تر څو چی د زړه او په اخلاص خپل رب ته توبه ونکړی هيڅکله به هدايت نشی خو طالبانو کرامو ته چی رب العالمين هدايت ورکړی د… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

که زه د دی اسلامی او ملی پاڼی چلوونکی وی ، هر ډول خس او خاشاک ته به می د لیکنو او یا تبصرو ورکولو وخت او چانس نه وو ورکړی . دا ډول خس او خاشاک د پرونی او نننی استعمار بقایاوی دی .
پرونی باداران ( شوروی اتحاد ) خو دړی وړی شو نن یی د دی بل استعمار د دړی وړی کیدلو وار رسیدلی که له هوښیاری کار وانه اخلی

اجمل
میلمه
اجمل

بیا یی نو ځاته چلوی او د بیطرفه پاڼی نوم مه پریږی.

اجمل
میلمه
اجمل

ته بیا ځان ته مجاهد هم وایی: انتقاد پذیزه اوسه، ډیری بدی خبری سبب د اصلاحاتو ګرځی خو شکر چی له چوکاټ څخه وتلی خبری دلته ځای نلری ولی هغه لیکنی چی سبب د ستاسو (طالبانو) د اصلاح ګرځی په هغوی ځانونه مه خفه کوی بلکه پری فکر وکړی. کچیری د حضرت عمر (رض) وخت وای بیایی نو دا خیټور د قطر ملایان په نوبت سره د جنګ جبهی ته استول او پر ځای یی زه او زما ملګری هلته لیږل. نو دا خبری ولی ستا مجاز خرابوی؟ زه خو د ټولو په ګټه خبری کوم. والسلام