
حامد کرزي د طالبانو له اعلان پرته د هغوی له خوا د «اوربند» هرکلی کړی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰غبرګولی، ۱۳۹۸ل): پخواني حکومتمشر حامد کرزي ویلي د اختر په ورځو کې د طالبانو له لوري د «اوربند» د «اعلان» هرکلی کوي.
که څه هم طالبانو د اوربند په مناسبت کوم اعلان نه دی کړی، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد خواله رسنیو کې لاس په لاس کېدونکی یو غږیز پیغام د تېر کال د اختر د ورځو د اوربند اړوند بللی دی او پر رسنیز فعالانو يې غږ کړی چې پرې اشتباه نهشي.
#وضاحت:
په خواله رسنیو کې یو غږیز پيغام ګرځي چې د اوربند په اړه خبرې کوي.
دا پيغام نوی او د سږ کال نه دی، بلکې د تیر کال د کوچني د اختر په اوربند پورې اړه لري.
هیله ده رسنۍ او د خواله رسنیو فعالین په دې اړه د اشتباه ښکار نشي.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) May 31, 2019
حامد کرزی د مسکو د وړمې ورځې غونډې ګډونوال هم و، چې پکې پر اسلامي نظام، ځکمنۍ بشپړتیا، د ملکي وګړو پر خوندیتوب او اوربند هم خبرې شوې دي، خو کومه پرېکړه پکې شوې نه ده.
د کرزي له مطبوعاتي ادرسه خپره شوې اعلامیه کې پر حکومت هم د «بالمثل» ګام غږ شوی دی: «پخوانی جمهور رئیس د افغانستان له حکومت څخه هم غواړي چې سولې ته د ژمنتیا او د حسن نیت په توګه د بل مثل اقدام په ترسره کولو د اختر په ورځو کې اوربند اعلان او له هر ډول نظامي عملیاتو په کلکه ډډه وکړي.»
سرچینه زیاتوي هغه هیله څرګنده کړې چې « دا نېک اقدام ژر تر ژره په هېواد کې د سرتاسري او دایمي سولې سبب شي.»
طالبانو تر دې وړاندې پر ټينګار ویلي چې مؤقتي اوربند د روانې شخړې حل نهشي کېدلی، دوی د بهرنیانو په وتلو سره د دایمي اوربند او امن لپاره هڅې کوي.
د جګړې په تېرو کلونو کې هم د طالبانو له لوري تقریباً نا اعلان شوي اوربندونه عملي شوي دي، چې سرتېرو يې پکې ډېری وخت یوازې دفاعي جګړه کړې ده.
یوازې تېر کال يې یو اعلان شوی اوربند عملي کړ، چې له مودې پوره کېدو وروسته بېرته د جګړې اور ژبغړاند شو او د سولې لپاره يې کوم اغېز تر سترګو نهشو.
تر اوسه څرګنده نه ده چې حامد کرزي مسکو کې د کومې نا اعلان شوې پرېکړې پټ اړخ په ډاګه کړی او که د تېر کال اوربند ته منسوب غږیز پیغام غولولی.
دا د امريکی هغه مداری دی چی هر څه کوی او هرڅه وايی ، خو چی د امريکی ګټی پکښی وی ، د دی پيژندل شوی غلام مداری کارنامی او بيانونه ټولو افغانانو ته ورمعلوم دی ، د د غوندی نورو غلامانو هيڅ وينا او کړنه د اعتبار نده پدوی اعتماد او اعتبار کول ډيره لويه تيروتنه ده ، دا جزاء او د سزاء مستحق دی .
حامد کرزی د دی په ځای چه طالب مجاهدینو او لا د کابل غلامی او مزدوری اداری ته د اختر په ورځو کی د اوربند هیله کوی اشغالګرو ته یی ولی خوله ماته ده ورته نه وایی چه په ۱۸ کلونو وژنو مو کی زړه یخ شوی وی بس دی نور زمونږ هیواد په ارامه پریږدی او خپلو هیوادو ته ستانه شی د هغو هیوادو به غریبانو زمونږ د هیواد غریبان مه وژنی